د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، له افغانستان سره به بشري مرستې وکړي او په خپل هېواد کې به د مېشتو کډوالو خدمت هم وکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې نه شي کولی ترکیې ته ورغلي کډوال وساتي.
د ترکیې اناتولي اژانس د راپور له مخې، اردوغان د اتا ترک په هوایي اډه کې خبریالانو ته ویلي، امریکا او اروپا دې د دغو کډوالو په اړه بېړنی تصمیم ونیسي.
اردغان زیاته کړې، دا کډوال ترکیې ته نه، بلکې هغو هېوادونو ته راغلي، چې په دې وروستیو کې یې خپلې پولې د کډوالو پر مخ تړلې دي.
د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په ترکیه کې شاوخوا څلورنیم میلیونه کدوال ژوند کوي.