<h4 style="text-align: right;">د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري ردونکو ویلي، افغانستان کې سوله او ثبات د دې لامل کېږي، چې له دغه هېواد سره د روسیې د اړیکو ټینګولو په اړه ژر تصمیم ونیول شي.</h4> <!--more--> <h4 style="text-align: right;">اندري رودونکو ویلي، که څه هم هر څه نورمال نه دي روان، خو په خبره یې روسیه منتظره ده، چې افغانستان کې د ثبات لپاره اسلامي امارت څه کوي.</h4> <h4 style="text-align: right;">روسیه اندېښنه لري، چې که افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي، نو روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونو ته ګواښونه پېښوي.</h4> <h4 style="text-align: right;"> </h4>