Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک سرپرست د ایران له سفیر سره پر سوداګرۍ او برېښنايي بانکوالۍ غږېدلی

د افغانستان بانک سرپرست د ایران له سفیر سره پر سوداګرۍ او برېښنايي بانکوالۍ غږېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/14

د ګاونډیو هېوادونو په منځ کې ایران هغه هېواد دی چې دا مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لوړه کچه راکړه ورکړه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د افغانستان بانک رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په بېلابېلو لیدنو کې پر اقتصادي پیاوړتیا، سوداګرۍ، بانکي خدمتونو او ګڼو نورو مسایلو خبرې او هوکړې کړې دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: « د افغانستان بانک سرپرست رییس د ایران هېواد له سفیر سره ولیدل. په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، بانکي اړیکو او برېښنايي بانکوالۍ د پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول. په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رییس یادونه وکړه چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره بانکي اړیکې ډېرې مهمې دي او له خپله اړخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي همدارنګه د برېښنايي بانکوالۍ برخه هم د ارزښت وړ یاده کړه او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د ملتیا څخه یادونه وکړه. د ایران هېواد سفیر هم په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.»

 د سرپرست حکومت چارواکو په خبره، له هېوادونو سره یې اړیکې اقتصاد محوره دي او د سوداګرۍ پر پراختیا سربېره د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره یې هم فرصتونه برابر کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو بندېدو ته په  اشارې ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید په بدیلو لارو غور ورکړي او د دې لپاره د چابهار بندر یو مناسب انتخاب ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « موږ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو جوړولو ته ضرورت لرو او باید په دې برخه کې له ټولو هېوادونو سره د خپلو ګټو پر بنسټ تعامل وکړو. هر هېواد ته خپلې ګټې که هغه سیاسي وي یا اقتصادي، مهمې دي او حاکم نظام هم باید په دې اړه توجه وکړي؛ که دا له ایران سره د حق آبې موضوع ده او یا له هغوی سره د سیاسي اړیکو جوړول. موږ هم هغوی ته اړتیا لرو، زمو ضرورت د چابهار بندر دی، له ایران سره تجارت دی او ترڅنګ یې  په مختلفو وختونو کې له دې لارې اروپا او نورو هېوادونو ته د افغاني توکو د انتقال بحث دی.»

سره له دې چې د اقتصادي چارو شنونکي  له ایران سره د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ پراختیا د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي، منځنۍ او سوېلي آسیا هېوادونو ته هم د افغانستان د صادراتو لپاره هم د ایران چابهار بندر مهم بولي.

دوی په دې باور دي چې د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره دې سرپرست حکومت له نورو هېوادونو سره هم اړیکې ښې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زموږ ټولې اړیکې، نه یوازې له ګاونډیانو سره بلکې له نړۍ سره باید زموږ د تعریف شویو ملي ګټو پر بنسټ وي. موږ باید دا اړیکې خپلو ملي ګټو ته په کتو جوړې کړو؛ دا په دې مانا نه ده، که موږ خپلې ګټې په پام کې نیسو، د مقابل طرف ګټې تر پښو لاندې کېږي. موږ ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته وایو چې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسئ او د تېر په څېر یې مه تر پښو لاندې کوئ.»

که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ایران سره د تېر یوه کال د سوداګرۍ او د صادراتو کچې په تړاو مالومات شریک نه کړل.

خو مالومات ښيي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له ایران سره د ۲ میلیارد او ۱۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې چې له ډلې یې ۳۸ میلیونه ډالره صادرات او پاتې ۲ میلیارد او ۱۵۶ میلیونه ډالره یې واردات وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist