Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د صنعت او سوداګرۍ خونه: یو شمېر بندرونو کې توکي بند پاتې او د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

admin by admin
2021/09/20

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، کراچۍ او یو شمېر نورو بندرونو کې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي بندپاتې او په خبره یې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

مومند زیاتوي، که زمینه برابره شي او یاد سوداګریز توکي او درمل هېواد ته راوړل شي، ورسره به نرخونه کنټرول شي، د کار کولو زمینه به برابره شي.

مومند وايي: «که چېرې دغه بندرونه خلاص شي او ټول سوداګریز توکي بازار ته راشي، نو زه فکر کوم چې هم به نرخونه کنترول شي او هم به د کار کولو زمینه برابره شي.»

د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وايي: «په ګودامونو کې ګرمي زیاته وي او دوا خپل کیفیت له لاسه ورکوي، بل دا هغه دوا ده چې د وخت حکومت په موږ راوغوښته او د کورونا وېروس مخنیوي دوا وه او د بازار اړتیا وه، چې موږ دغه دوا ورته عرضه کړو.

متأسفانه امارت هم راسره تر اوسه همکاري نه ده کړې او دا څلورمه میاشت ده چې زموږ دوا په ګودامونو کې پرته ده، خو تیره ورځ خبر شو،چې انلایز یې راغلی او ښایی اجازه ورکړل شي.»

سوداګر دا اندېښنه هم لري چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د دوی د تښتولو هڅې کېږي او له اسلامي امارت غواړي چې د سوداګرو امنیت خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي.

کاکړ زیاتوي: «تېر حکومت زموږ د ځان او کورنۍ امنیت لپاره د وسلو کارتونه راکړي وو او مرمۍ ضد موټر و، چې سوداګر په کې ګرځېدل، خو د امارت په راتګ سره موږ وسلې او موټر ودرول. موږ اوس بیا  اړتیا لرو او اړتیا شته چې وسلې وګرځو ځکه سوداګر تښتول کېږي.»

اخوا د اسلامي امارت مسوولین بیا وايي، له سوداګرو او د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره یې خبرې روانې دي، چې څنګه کېدای شي د سوداګرۍ او  ترانزیټ برخه کې شته ستونزې حل او په بندرونو او ګمرکونو کې بند پاتې توکي راوباسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist