په دې وروستیو کې د ایران له خوا د افغان کډوالو په را ایستلو او د هلمند سیند په اوبو کې د ایراني حکومت له خوا د حق آبې غوښتنو په اړه د افغان او ایراني چارواکو لیدنې ډېرې شوې دي.
د دغو لیدنو په دوام، تازه په کابل کې د ایران نوي سفیر علیرضا بېګدلي د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي سره تعرفي ناسته کړې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.
تکل زیاته کړه:« ښاغلي بېګدلي له سیاسي معین سره د لیدنې مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې له ورور ګاونډي هېواد افغانستان سره به یې د هېواد سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لا پراخې شي او له شته فرصتونو یې د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې په دوام او پراختیا ټینګار وکړ.»
تکل وايي، په دې ناسته کې د ایران مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم خبرې شوې او سیاسي معین په ایران کې د شته افغانانو د حقونو پر تامین او د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته پر ژمنتیا باندې ټینګار کړی.
هغه زیاته کړې: « نوموړي همدا راز په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې او هیله یې څرگنده کړه چې ایران ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.»
له دې سره، د سیاسي چارو شنونکي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مهمې بولي خو ټینګار کوي چې دغو اړیکو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « له ګاونډي هېواد ایران سره ډېپلوماټیکي، سیاسي، تاریخي او فرهنګي اړیکې چې له پخوا هم موږ درلودلې، د دغو اړیکو درلودل او پراخول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي، خو په دې شرط چې د دواړو هېوادونو د ملي ګټو پر بنسټ قناعت حاصل شي. په دې تړاو باید یوه برنامه یا مکانیزم موجود وي.»
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « د اړیکو د لا پراختیا لپاره باید سیاسي اعتماد، د کډوالو مسایل او دغه راز د چابهار بندر فعالول او ځینې نور هغه ګامونه چې اړین دي، باید واخیستل شي.»
همدارنګه، شنونکي له سرپرست حکومته غواړي چې له ایراني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو د خلاصون په اړه هم خبرې وکړي چې د دې هېواد په زندانونو کې بندیان دي.
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « باید ایران کې د افغان مهاجرینو او هغو بندیانو په اړه چې د دې هېواد په زندانونو کې بندیان دي او د اعدام حکم پرې شوی، که د دوی د ستونزو هوارولو لپاره ګامونه پورته شي، دا به له خیر خالي نه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي او دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو د نیولو او راستنولو لړۍ لاهم روانه ده.