ابراهیم رئیسي په نیویارک کې د ملګروملتونو په راتلونکې عمومۍ اسمبلۍ کې ګډون کوي، خو ویل کیږي چې دغه ګډون به په انلاین ډول وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وروستیو خبرو کې وویل، د کرونا وبا محدودیتونو او له امریکا سره د کړکېچونو له امله دغه ناسته په انلاین ډول کېږي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په انلاین ډول دغه اسمبلۍ کې برخه اخیستل ستونزه نه لري، ځکه د نړۍ ګڼو نورو مشرانو هم دا کار کړی دی.
ایران داسې مهال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ګډون کوي، چې اوس هم د هغوی له لوري د بندیزونو لاندې دي.
په پام کې ده، چې ایران په دغه ناسته کې د اټومي پروګرام په اړه هم وضاحتونه ورکړي.