Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

انټونیو ګوترس: په افغانستان کې روان حالت د اندېښنې وړ دی

admin by admin
2021/09/20

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوترس وايي، اوس مهال افغانان له بد حالت سره مخ دي او که ملګري ملتونه او نړۍ په افغانستان کې ښکیله پاتې نه شي،ستر انساني ناورین به رامنځته شي.

ګوترس وايي، په اوسنیو شرایطو کې،چې په افغانستان کې هرڅه له نامالوم برخلیک سره مخ دي،ملګري ملتونه او نړۍ باید افغانان یوازې پرې نږدي . 

د  ګوترس په خبره،  نړیوال باید دې ته اړ اېستل شي،چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي. 

ګوترس زیاتوي:« موږ باید په افغانستان کې ښکیل پاتې شو. موږ اوس مهال نه پوهېږو،چې وضعیت کوم لور ته روان دی  او څه وخت به پرمختګونه رامنځ ته شي،خو دومره پوهېږم، که موږ هلته ښکېل نه شو نو حالت به نور هم خراب شي. موږ باید نړیوال دې ته اړ باسو،چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي. اوس مهال افغانان په ډېر بد حالت کې دي او هغوی سره باید د خوراکي توکو او درملو مرسته وشي او باید له دغه بد حالته یې  د وتلو په موخه  ملاتړ وشي.»

ګوترس یوه اوونۍ وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي،چې نوموړي د ملګرو ملتونو ځانګړې ناسته کې ویلي ول،چې ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې وېره لري،چې یو شمېر افغانان به له لوږې ومري. 

 اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، افغانستان له جدي اقتصادي بحران سره مخ دی او هرهغه چې د افغان ولس له جیب سره مرسته کوي،هغه په ټپه دریدلي دي . 

دوی  په دې باور دي،چې یوازې د نړیوالو بشري مرستې کولای شي،د افغانانو اوسنی حالت  په نسبي ډول تغیر کړي.

د سیاسي چارو شنونکي ناصري وايي:« افغانستان زموږ هېواد او ملت مو په اوسنیو شرایطو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. ټولې هغه تولیدي برخې سوداګري او راکړه ورکړه پر ټپه درېدلې.»

دا لومړی ځل نه دی،چې ملګري ملتونه د افغانانو په اقتصادي حالت  اندیښنه ښي،څو ورځې وړاندې یې له افغانستان سره د مرستو په موخه په جینوا کې غونډه رابللې وه،چې په کې له افغان ولس سره څه باندې یو میلیارد ډالره بشري مرسته اعلان شوه،خو تر اوسه پورې د دغو مرستو ویش نه دی پيل شوی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist