د اوباما د وخت لوړپوړو چارواکو پاکستان د سختدریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ.
د اوباما د وخت د دفاع وزارت مرستیال ډیوېډ سډني ویلي، وسله والې ډلې په پاکستان کې ازاد تګ راتګ کوي او هملته روزنه ورکول کېږي.
سډني ډاډ ښودلی، که پاکستان د سختدریځو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، افغانستان ته به ډېر ژر سوله راشي.
هاخوا د امریکا ولسمشر یو ځل بیا رسنیو ته ویلي چې د دې لپاره یې په پاکستان مرستې بندې کړي چې امریکا سره همکاري نه کوي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران تر منځ په ټویټر کې له لفظي جګړې وروسته ټرمپ یو ځل بیا د پاکستان په تړاو څرګندونې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، ځکه پاکستان ته میلیاردونه ډالر نه ورکوي چې امریکا سره یې مرسته نه ده کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې ویلي ((زه هیله لرم چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرم. خو اوس پاکستان ته هېڅ پیسې نه ورکوو. ما ټولې مرستې ځنډولي. پاکستان اوس له موږ څخه پیسې نه شي ترلاسه کولای. له پاکستان غواړو چې موږ سره همکاري وکړي.))
پر پاکستان تورونه دي چې په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه خپلو ګاونډیانو ته سرخوږی جوړوي.
د اوباما د واکمنۍ د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي ډیوېډ سیډني ویلي، لا هم پاکستان کې وسله والې ډلې تمرینات کوي او د افغانستان وضعیت ګډوډوي.
د اوباما د واکمنۍ په مهال د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د دفاع وزیر مرستیال ډیوېډ سیډني داسې ویلي ((موږ تر اوسه ګورو چې طالبان د پاکستان له لارې وسلې، جنګیالي او پیسې لېږدوي. موږ ګورو چې طالب جنګیالي تر اوسه په پاکستان کې پناه اخلي او کورنۍ یې هلته ساتل کېږي. همدا راز طالبان هلته ناستې کوي، تمرینات کوي او له پاکستانه افغانستان ته چاودېدونکي توکي لېږدوي.))
پاکستان له کلونو راهېسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنه کوي، خو داسې ښکاري چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او لا هم له وسله والو ډلو د سیمې د بې ثباتۍ لپاره کار اخلي.
ډیوېډ سډني وايي، د وسله والو پر وړاندې د پاکستان جدي اقدام کولای شي چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.
ډیوېډ سیډني داسې ویلي ((موږ د هغو ادارو مشران هم وینو چې بندیزونه پرې لګېدلي، خو بیا هم په ازاده توګه پاکستان کې فعالیت کوي او د تاوتریخوالي په تړاو په ډاګه خبرې کوي. که پاکستان د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، نو افغانستان ته به ډېر ژر سوله راشي.))
د امریکا حکومت د روان کال له پیل راهېسې له پاکستان سره کلنۍ ۱،۳ میلیاردو ډالرو مرسته د دې لپاره وځنډوله چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه نه کوي، خو پنټاګون له پاکستان سره د نظامي مرستو کلنۍ اندازه ۱،۶۶ میلیارده ډالر ده اوس بنده شوې ده.