Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل سرپرست ښاروال: پرغیر قانوني تاسیساتو به درنې جریمې وضع شي

admin by admin
2021/09/20

د کابل سرپرست ښاروال حمد الله نعماني د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۸ مه» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، پر هغو تاسیساتو او لوړو ودانیو به درنې جریمې وضع کړي،چې په غیر معیاري ډول جوړې شوي وي.

نعماني د ښار پاکوالي او پراختیا لپاره هم خپله تګلاره روښانه کړه،چې له مخې یې د کثافاتو ټولو او ښار زرغونتیا او همدا راز د سمټي دیوالونو لرې کولو لړۍ دوام لري.

نعماني وايي،عواید په منظمه توګه راټولېږي او ډاډ یې ورکړ،چې د لوړو ودانیو د جوړولو او د ځمکو غصب مخنیوی یې کړی دی.

نعماني زیاتوي:«  د ساختمانونو چارې مطلق وځنډولې،دې ته مو هم نه دي کتلی،چې په پلاني ساحه کې ده او که په غیر پلاني ساحه کې،بلکې د میډیا له لارې مو اعلان وکړ،چې تر دویم امر باید د ملیکیتونو او ساختمانونو چارې ودرېږي.»

نعماني وایي، یو شمیر بهرنیو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو په کابل کې ۱۵۳ رغنیزې پروژې پیل کړې وې،چې ځینې یې بشپړې او ځینې یې نېمګړې پاتې دي او د بشپړ شویو پروژو لګښت هم کورنیو شرکتونو ته نه دی ورکړل شوی.

 هغه وايي، اوس یې له یو شمېر هېوادونو سره خبرې پيل کړي،چې د یادو پروژو لګښت ورکړي او زیاتوي، که دا کار ترسره نه شي،چمتو دي،چې نیمګړې پروژې د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې شاملې کړي او لګښتونه یې دوی پرې کړي.

نعماني زیاته کړه:«بانک جهاني یا نور وجهي صندوقونه،چې د دغو مصارفو ضمه یې پر غاړه اخیستې ده،هغه به دې ته تیار شي او ځینو یې ژمنه کړې ده. موږ ورسره په تماس کې یوو،چې د چا پروژې بشپړې شوې یا ۵۰ سلنه  شوې دي، موږ هغوی ته پیسې ورکوو، خو که احیانا ورنه کړل شي، موږ به په راتلونکي کې یې  په ملي بودیجه کې نیسو.»

د کابل ښاروالۍ وایي، خلک دې ټکس او مالیې ورکړي، له جعل، فریب او چل دې ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخامخ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist