Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ لاهم روانه ده

پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ لاهم روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له بیا ځل خرابېدو سره سم، پاکستان د تل په څېر د افغانستان خوږ ګوته ونیوه او په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو یې پیل وکړ.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقوقو فعالان وايي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ لاهم روانه ده اوهغه کډوال هم نیسي چې قانوني اسناد له ځانه سره لري.

دوی زیاتوي چې  تر اوسه پورې د پاکستان پولیسو له زرو زیات افغان کډوال نیولي دي.

 د دوی په خبره، په دې تړاو یې له اړوندو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، خو څه مثبته پایله یې نه ده لرلې.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعال مجاهد ملک شینواری وايي: « په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو نیول اوس هم دوام لري. هغه کسان چې د مهاجرت کارټونه لري یا په ویزه او پاسپورټ راغلي، تر نیول کېدو وروسته تشخیص او تایید کېږي او بیا یې خوشې کوي او دا ورته وايي چې د جنورۍ تر ۱۵ نېټې به له اسلام آباد  ځي. د افغان کډوالو استازو په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو له چیف کمېشنر او دغه راز سفیر صاحب سره هم کتلي، خو کوم باوري ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. هغوی د خپلو هڅو خبره کوي، خو د کډوالو نیول ادامه لري او د جنورۍ ۱۵ نېټه یې وروستۍ نېټه ورته ټاکلې ده.» 

د کډوالو مدافع عبدالرازق عادل وايي: « د افغان کډوالو موضوع د دې هېواد په داخلي سیاست کې حساسه موضوع ده. د پاکستان یو شمېر سیاسي او ملتپال ګوندونه په دې باور دي چې د افغان کډوالو اوږدمهاله حضور د سرچینو کمېدو او د شغلي فرصتونو په برخه کې د نابرابرۍ سبب شوي. همدارنګه په پاکستان کې د لوی شمېر افغان مهاجرینو شته والی پر اقتصادي زیربناوو او عامه خدماتو د فشار زیاتېدو سبب شوی.»

بل پلو، له پاکستانه تازه را ایستل شوي افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له ناسم چلن او ځورولو شکایت کوي.

 عبدالحکیم خان چې له خپلې کورنۍ سره تازه له پاکستانه راغلی، د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن په اړه وايي، د کډوالۍ ټول اسناد او کارټونه ورسره و او په قانوني توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه، خو د پاکستاني پولیسو له لوري وهل شوی او ټول اسناد ترې اخیستل شوې دي.

د عبدالحکیم خان په خبره، په نیمه شپه یې دې ته اړ کړل چې خپله کډه بار کړي خو بیاهم د پاکستاني پولیسو له لوري په لار کې وهل شوي او ځورول شوې دي.

عبدالحکیم خان په دې اړه وايي:« پاکستان له موږ سره ډېر سخت ظلمونه وکړل او تر دې حده یې وځورولو چې په نیمه شپه کې خپله کډه بار کړو. زه یې ووهلم، په لواړګي کې د ډیپورټ کولو پرمهال یې دومره ووهلم چې بستر شوم، له موږ سره یې ډېر زیات ناوړه چلن وکړ.» 

یوبل راستون شوی کډوال وايي: « هلته مهاجرین نیول کېدل، تکلیفونه وو او زموږ کاروبار پر ټپه ودرېد. نو له همدې امله خپل وطن ته راغلو.»

تېرکال هم د ژمي په موسم کې د پاکستان له لوري د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو پر خلاف  افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواده را وایستل شول چې هماغه مهال د اسلام اباد دغه اقدام له سختو نیوکو سره مخ شو.

اوس غوښتنه داده چې پاکستان باید د کډوالۍ نړیوال قوانین مراعات کړي او افغان کډوال پرېږدي چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist