Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یو ځل بیا د ناستې کوربتوب کوي

خلیلزاد: اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغاتي هڅه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ پاکستان د دوه ورځو لپاره د يوې مهمې نړيوالې ناستې کوربه توب کوي.

دا کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان په نوښت « اسلامي ټولنو کې د نجونو تعليم، ننګونې او فرصتونه» تر سرليک لاندې جوړ شوی او د پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو په کډون افغانستان کې د ښځو په وضعيت او زده کړو هم خبرې کوي؛ خو دغه کنفرانس سر له اوسه له نيوکو سره مخ دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان کې د نجونو پر زده کړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه بلکې په وینا یې اسلامي امارت سره د روانو اختلافاتو په لړ کې یوه تبلیغاتي هڅه ده.

هغه زیاته کړې: « دا د افغان ښځو لپاره د ریښتیانۍ اندېښنې په توکه نه بلکې له طالبانو سره د روانې جګړې لپاره یو تبلیغاتي اقدام دی.  ځینې وخت ستاسو دوښمن هم کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي. نو بالاخره د دې وروستی حل خپله د افغانانو په لاس کې دی.»

قومي مشر ګل آغا حسني وايي: «پاکستان داسې یوه لوبه پیل کړې ده چې غواړي د تل لپاره له افغانستان سره دوښمني ولري.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي هم له شمشاد سره  ځانګړي مرکه کې ټينګار وکړ چې د اسلامي ارزښتونو او اصولو پر اساس ښځې او نجونې د کار او زده کړو حق لري او اسلامي امارت ژمن دی چې په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې اړه وویل:  د تعلیم او تربیې، ښځو او نجونو په باره کې باید ووایم چې دې کې هېڅ شک نه شته چې اسلام یو ډېر وسېع دین دی او د شریعت مطابق الله(ج) او د هغه پیمغبر ښځو ته خپل حقوق ورکړي او د دغو حقونو مطابق ښځه تجارت هم کولی شي، ښځه حتا جنګ ته تللی شي او په نظامي بخش کې یا وزارت دفاع کې کار کولی شي، ښځې په امنیتي برخه کې کار کولی شي، ښځه تعلیم کولی شي او ښځې کار کولی شي خو له شرعي اصولو سره سم. موږ له افغاني کولتور او عنعناتو مطابق دې ته ژمن یو، دا به کېږي او آخر به وشي.»

د پاکستان د پوهنې وزیر ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې، خو تر دې مهاله اسلامي امارت په دغه کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اسلام اباد تل د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبولی او له اسلامي امارت غواړي چې نورو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو په سرنوشت او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

دوی دغه راز ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې راتلونکي کال لپاره د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

د سیاسي چارو کارپوه  ادریس محمدي ځاځی وايي: « پاکستان خپلو سیاستونو کې تغییرات راوستی، که بیا هم پاکستان د افغانستان په شر کې خیر لټوي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « مګر دا زموږ خپله کورنۍ دنده ده چې ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونو پرمخ پرانیزو، دا د افغانانو دنده ده او اړتیا نه شته چې پاکستانیان په دې اړه پرېکړه وکړي؛ ځکه چې پاکستان ډېرې داخلي ستونزې لري او باید رسېدنه ورته وکړي.»

پاکستان داسې مهال د اسلامي همکاریو سازمان په نوښت د دې کنفرانس کوربه توب کوي چې دغه هېواد تربل هر وخت زیات له سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او سياسي بې ثباتي په کې ورځ تربلې د نړۍ لپاره په اندېښنې بدله شوې ده.

همدا تېره اوونۍ زلمي خلیلزاد په دې هېواد کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکېچونو ته په اشارې لیکلي وو چې په پاکستان کې دغه وضعیت د اسلام اباد د غلطو پالیسیو پايله ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist