Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو: افغانستان به نږدې راتلونکې کې د ترهګرۍ له امله سترو ننګونو سره مخ شي

admin by admin
2021/09/20

د ناټو یا غوڅ ملاتړ ماموریت پوځي مشرانو د شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۷ مه» د یونان پلازمېنه اتن کې  له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د ور پيښو احتمالي ګواښونو د مخنیوي په اړه ناسته وکړه.

 ناسته کې  پوځي مشرانو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ پیښیدو او پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې او عملیاتو بحثونه شوي دي. 

 د ناټو د پوځي کميټې مشر ادمایرل راب وايي، تر اوسه پورې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی،خو خبرداری یې ورکړ، که ګواښ محسوس شي،پوځي عملیات به پیل کړي.

راب  زیاته کړه:«اوس مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د ناټو عملیات نه دي پیل شوي،خو راتلونکې په اړه څه نه شو ویلی. موږ په ځانګړې توګه اوس څه نه شو ویلی. دا منو،چې اندیښنې شته افغانستان به د ترهګرۍ پر پټنځای بدل شي،خو اوس مو لا ګام نه دی پورته کړی.»

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران اوس هم  د هغوی پر وړاندې د افغانستان له لوري د ننګونو خبره کوي،خو وايي یوازنۍ لار دا ده،چې اقدام وشي.

د یونان د ملي دفاع کمیټې مسوول  جنرال فلوروس وايي:« تر اوسه پورې مو په ناټو کې داسې کوم هوکړه لیک نه دی لاسلیک کړی،چې په افغانستان کې د شته ننګونو پر وړاندې مبارزه پیل کړو. موږ په دې تړاو د پرمختګونو خبره کولای شو،خو د وروستۍ پریکړې په اړه څه نه شو ویلی. خو موږ باید بیداره اوسو.»

په دې ناسته کې د هغو هېوادونو پر ملاتړ هم بحثونه وشول،چې افغان کډوال ور روان دي.

 د یونان دفاع وزیر نیکاس پاناجیوټوپولوس   وايي:« موږ په افغانستان کې له ننګونو له یوې ډکې دورې تېریږو. په دوی کې د کډوالو موضوع هم شامله  ده. هغوی له سختو لارو تېریږي،ترڅو اروپا ته ورسېږي. موږ باید له هغو هېوادونو سره د مرستې او ملاتړ په اړه هم خبرې وکړو،چې دغه کډوال ورځي،ترڅو د کډوالۍ کړکېچ  ته رسېدنه وکړی شي.»

د ناټو مشران داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او عملیاتو خبره کوي،چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو سازمان شل کلن پوځي ماموریت د روانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پاېته رسېدلی او په ټول هېواد اسلامي امارت حاکمیت لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist