د بښنې نړیوال سازمان، د امریکا هوایي برید د نه بښلو عمل بللی او ویلي یې دي، چې باید د قربانیانو کورنۍ ته تاودن ورکړي.
یادې ادارې ویلي، امریکا د ملکي وګړو وژل کېدل منلي، چې اوس یې باید په اړه څېړنې زیاتې شي او اصلي عاملین یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، امریکا مجبوره ده د قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکړي او دا خبره یوازې په منلو نه حل کېږي.
امریکا د اګست میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د ملکي خلکو پر یوه کور هوایي برید وکړ او د د یادې کورنۍ لس غړي یې ووژل.