ولسي جرګې داجنډا د نه درلودو له امله عمومي غونډه ونه کړه او تالار دروازه یې بنده وه.
د چهارشنبې په ورځ حاضرو وکیلانو په رسمي ورځو کې عمومي غونډې نه کول له ولس سره خیانت وباله او د دغې ورځې تنخوا يې پر وکیلانو حرامه یاده کړه .
خو ځینې نور وکیلان بیا وايي، عمومي غونډې لپاره اجنډا لري خو په کمیسیونونو کې یې د کار لپاره عمومي غونډه ونه کړه .
غونډې ته راغلي وکیلان رمضان بشردوست او صالح محمد سلجوقي چې د تالار دباندې دروازې ترشا ولاړ دي وايي د اجنډا د نه درلودو له امله یې د تالار دروازه تړلې ده.
وکیلان چې تړلې دروازې مخې ته ولاړ دي وايي روان سیاسي کړکیچ او ناسم امنیتي وضیعت ته په کتو باید د جرګې عمومي غونډې ته د حکومت لوړپوړي چارواکي راغوښتل شوي وای.
خو ځنې وکیلان بیا وايي عمومي غونډې لپاره اجنډا لري خو کمیسیونونو ته پر راغلو قوانینو د بحث لپاره یې عمومي غونډه نه ده کړې .
دا لومړی ځل نه ده چې په رسمي ورځ د ولسي جرګې د عمومي غونډو د تالار دروازه د وکیلانو پرمخ تړلې ده له دې وړاندې هم څو ځلې ولسي جرګې د اجنډا د نه درلودو امله خپلې رسمي غونډې نه دي کړي .