Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سره میاشت: پر رواني ناروغیو اخته بې سرپرسته ښځو ته استوګنځایونه او د درملنې زمینه برابروو

سره میاشت: پر رواني ناروغیو اخته بې سرپرسته ښځو ته استوګنځایونه او د درملنې زمینه برابروو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/11

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي، ټول هېواد کې به پر رواني ناروغیو اخته کسانو ته د درملنې او اوسېدو لپاره امکانات برابر کړي.

دوی زیاتوي، اوس مهال د هېواد ۷ زونونو کې سلګونه پر رواني ناروغیو اخته بې سرپرسته ښځو لپاره مرستونونو کې د درملنې او اوسېدو زمینه برابره شوې ده.

 د دوی په خبره، د درېیو کالو په موده کې به ماشومانو ته د زده ‌کړو او بې سرپرسته ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د حرفوي زده ‌کړو زمینه برابره شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شیخ شهاب الدین دلاور وايي:« دېته ډېره پاملرنه کوو چې زموږ دغه پر رواني ناروغیو اخته او بې سرپرسته مېرمنې له خدمتونو برخمنې شي. همدارنګه، موږ هغو زرګونه تنو نارینه وو ته هم د درملنې امکانات برابر کړي چې پر رواني ناروغیو اخته و او کورنیو ته د دوی درملنه ستونزمنه وه.»

د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رییس سید احمد بهره مند وايي: « په درېیو کالو کې د دوی د ماشومانو تعلیم او صحي خدمات د سرې میاشتې او مرستون پر غاړه دي. همدارنګه موږ کونډو ښځو ته مختلفې حرفې هم ور زده کوو.»

بله خوا، ترکي چارواکي له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کوي او وايي، هڅه کوي په افغانستان کې اړمنو کسانو ته له نړیوالو خیریه بنسټونو مرستې هم راټولي کړي.

 د دوی په خبره، ترکیه به د اقتصادي ځان بسیاینې او ټولنیزو ستونزو د حل په موخه په افغانستان کې اوږد مهاله پروژې پلې کړي.

هرات کې د ترکیې کونسل سینان الهان وايي: « په پای کې وایم چې د افغانستان په لوېدیځ کې زموږ مرستندویه او حمایوي پروګرامونه نه یوازې د طبیعي پېښو د اغېزو کمولو لپاره بېړنۍ مداخلې شاملې دي، بلکې د ټولنیزې او اقتصادي رغونې اوږدمهاله پروژې هم په کې شاملې دي.»

د ترکیې د سرې میاشتې مرستیال شکري جان وايي: « ترکیه او افغانستان او د دواړو هېوادونو اوسېدونکي به له یو بل سره همکاري کوي او یو بل ته به لاس ورکوي، ترڅو شته ستونزې حل کړي او هوساینې ته ورسیږي.»

د هرات ځایي چارواکي وایي، نړیوال دې له نورو مرستو سره څنګ کې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکو ستونزو د مخنیوي او شنې فضا د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وايي: « اقلیمي بدلونونه هغه نړیواله ستونزه ده چې د بشر نسل یې د انقراض له وېرې او حالت سره مخ کړی. د دې لامل د بشریت اصراف او ناوړه اعمال دي چې په خپلو تولید کړیو ګلخانه يي ګازونو یې نړۍ لړلې ده او د نړۍ طبیعي نظم یې خراب کړی.»

دا په داسي حال کې ده چې هرات کې د ترکيې سرې میاشتي له خوا د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت رغول شوې ودانۍ، افغاني سرې میاشتي مسوولینو ته وسپارل شوې.

ټاکل شوې په دې ودانیو کې ۳۰ تنو بې سرپرسته او په رواني ناروغیو اخته ښځو ته د استوګنې ځایونه برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist