راپورونه وایي، ټاکل شوې چې روانه اونۍ د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.
بورېس جانسون به په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره پر جو بایډن فشار راوړي.
ویل کېږي، د نړۍ شاوخوا ۱۰۰ مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د اقداماتو غوښتنه وکړي، خو ترڅنګ به یې د بریتانیا لومړی وزیر د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر فشار راوړي، چې په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
باور دا دی، چې افغانستان کې د روان بد وضعیت له امله د امریکا او بریتانیا ترمنځ اړیکې یو څه خرابې شوي دي، خو د بېرته عادي کولو لپاره یې هڅې روانې دي.