Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: په نظام او ملي ارزښتونو له نړيوالو سره معامله نه کوو

مولوي عبدالکبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وګومارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/11

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مخکېني سرپرست خليل‌ الرحمن حقاني له شهادت شاوخوا یوه مياشت وروسته، د رياست ‌الوزرا سياسي مرستيال د دې وزارت د نوي سرپرست په توګه وګومارل شو.

که څه هم د مولوي عبدالکبیر له ګومارل کېدو سره د يوه وزارت څوکۍ ډکه شوه، خو ها خوا د رياست‌ الوزرا د سياسي مرستيال څوکۍ ورسره خالي شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د اسلامي امارت د رهبر له فرمان سره سم، د رئیس الوزرا مخکېنی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.»

مولوي عبدالکبير اصلا د پکتيکا ولایت دی، خو ۵۲ کاله وړاندې د بغلان؛ نهرين ولسوالۍ اړوند د ځدراڼو په تنګي کې زیږېدلی او د خپل مخکېني موقف پرمهال يې تل له هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتنه کړې.

د سیاسي چارو کارپوه ادريس محمدي ځاځی وايي: « د خپل دفتر یا کاري ماحول دروازې یې د عامو او تامو اشخاصو پر مخ باندې خلاصې وې. د هر چا فریاد، د هر چا غوښتنو او پوښتنو ته یې په هر وخت کې لبیک ویلو. تر نهايي حده پورې د سیاسي ذهنیتونو، سیاسي افکارو، سیاسي خوځښتونو او د سیاسي اجماع چې هغه د ملت او حکومت ترمنځ د جوړجاړي سبب کېږي، رغنده رول لوبولی و.»

مولوي عبدالکبير د دوحې په هغو مذاکراتو کې مهم رول درلود چې په پايله کې يې د اوسني حکومت او امريکا ترمنځ هوکړه لاسليک شوه.

هغه د اسلامي امارت په لومړي دور کې د ننګرهار والي او د ختیځ زون د تنظیمه چارو رییس و.

د سیاسي چارو کارپوهان غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې رياست‌الوزرا سياسي مرستيال په توګه وړ او مسلکي کس وګوماري.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « بناً په دې موقف کې د مولوي عبدالکبیر ګومارنه ډېره غوره ده. که چېرې یو بل کس یا نوې څېره تعیین شوې وای، شاید د ده زوی او بیا د دوی کورنۍ په دې باندې نا آرامه شوې وای، چون مولوي عبدالکبیر یوه مطرح او پېژندل شوې څېره ده، نو دا به ټولو ته د منلو وړ هم وي او اصول به هم مراعات شي، ځکه چې دا د امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس ټاکل شوی، دا به قانوني بڼه هم ولري، نو ویلی شو چې دا ټاکنه ډېره پر ځای ده.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: «  لیدل کېږي چې د پخواني سرپرست خلیل الرحمان حقاني تر وژل کېدو وروسته، د ریاست الوزرا له سیاسي معاونیت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي عبدالکبیر په ټاکنه غواړي خپل تک راهانه سلطه بیا تکرار کړي.»

د ۲۰۲۱زېږدیز کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، مولوي عبدالکبیر په لومړي سر کې د ملا محمد حسن اخوند اقتصادي مرستیال او بیا یې په سیاسي چارو کې مرستیال وټاکل شو.

 هغه د ۱۴۰۲ کال د غویي پر ۲۷مه د ریاست الوزرا د کفیل په توګه هم دنده ترسره کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist