اجرایه ریاست فرانسې ته د ډاکټر عبدالله سفر په اقتصادي برخه کې له لاسته راوړنو ډک بولي.
د اروپا د اقتصادي همکاریو د پراختیا سازمان کلنۍ غونډه کې په لومړي ځل د افغان حکومت په استازولي اجرایه ریس ګډون کړی او د افغان میرمنو د ژوند په بهبود او اقتصادي پروګروامونو یې خبرې کړي.
عبدالله عبدالله تیره ورځ د سازمان غړو هیوادونو ته په لومړي ناسته کې د افغان میرمنو په سوداګریزې پراختیا خبرې کړې او شته ننګونې یې په ګوته کړې دي.
اروپا ته د اجرایه ریس د سفر موخه په افغانستان کې د نړیوالو پانګوالو جلب یاد شوی چې له فرصتونو ګټه واخیستل شي.
ټاکل شوې اجرایه رییس د دې سفر په څنډه کې د فرانسې د پارلمان له مشر او بهرنیو چارو وزیر سره هم وګوري.
اجرایه ریاست داسې ویلي (( زموږ هیله ددې کنفرانس له جوړونکو او مشرانو غواړو چې د ښځو په کوچنیو سوداګریو کې همکاري وکړي، موږ په دې برخه کې ډیرې لاس ته راوړنې لرو خو نورو ته هم اړتیا لرو. ددې سوداګرۍ د پراختیا په موخه موږ ستاسې همکاري ته اړتیا لرو چې په نړیواله، ملي او کوچنۍ برخه کې زموږ اړیکې له نړیوالو سره ونښلوي.))
دویمه ناسته چې نن ناوخته شوې اجرایه رییس د پانګونې د جذب او اقتصادي اصلاحاتو باندې خبرې کړي.
فرانسې ته د اجرایه ریس درې ورځنې سفر نن پای ته ورسید او اجرایه ریاست یې هم د پانګونکې پراختیا په برخه کې ګټور بولي.
اجرایه رییس په افغانستان کې د اقتصادي اصلاحاتو راپور هم وړاندې کړی او د دې تر څنګ به د دې سازمان له تجربو ګټه واخلي.
اجرایه رییس به د دې غونډې په حاشیه کې د فرانسې د پارلمان مشر او او بهرنیو چارو وزیر تر څنګ د یونسکو سازمان له مشر سره هم لیدنه ولري.