د مولانا عبدالعزیز په مشرۍ له ۵۰۰ ډېرو دیني عالمانو فتوا ورکړه، چې د پاکستان د پوځ او پولیسو د جنازو کول حرام دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان پولیسو د مولانا عبدالعزیز پر ضد دوسیه هم ثبت کړې ده.
په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو بیا ویلي، تر هغې به خپل جهاد ته دوام ورکړي، ترڅو په پاکستان کې اسلامي شریعت نافذ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځ په ۲۰۰۷ کال اسلام اباد کې په سره جومات یا لال مسجد او حفصه مدرسه باندې بمبار وکړ، چې لسګونه دیني طالبان یې ووژل.