Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغانستانه د امریکا وتلو قضیې څېړلو د بایډن اداره اندېښمنه کړې

مک‌کال: د داعش خراسان څانګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمو کې فعاله شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/08

په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې د حضور په تړاو یو ځل بیا د امریکا استازو جرګې غړیو اندېښنه ښودلې ده.

د دې هېواد د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې پخواني رییس ادعا کړې چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمه کې بیا راجوړه شوې او فعالیت یې پيل کړی.  

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې پخواني رییس مایکل مک‌کال ویلي: « یوه بله موضوع چې زه ورته ډېر اندېښمن یم، د افغانستان سقوط او هغه فاجعه ده چې هلته پېښه شوه. موږ د داعش خراسان څانګې بیا را ژوندي کېدو ته اندېښمن یو. په هغه سیمه کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته ده. دا موضوع واقعاً ما ته سخته او د اندېښنې وړ ده.»  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په تړاو د لویديځو هېوادونو اندېښنې بې‌ بنسټه او تبلیغات ګڼي او له شمشاد سره مرکه کې زیاتوي چې د افغانستان جغرافیه د اسلامي امارت تر واک لاندې ده.

نوموړی زیاتوي، په هېواد کې هېڅ بهرنۍ او کورنۍ خپل سرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ‌ورکول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: « د دوی پټنځایونه ورځ په ورځ پیدا کېږي او له منځه وړل کېږي. موږ اوس هم وایو چې داعش په افغانستان کې پراخ حضور نه لري، نه کومه جغرافیه په لاس کې لري نه هم کومه سیمه او سنګر. دا ډله په متواري شکل باندې یوه فتنه خپروي یا هڅه کوي چې ځینې شریر اقدامات ترسره کړي، هغه هم په داسې ځایونو کې چې امنیت یې له مخکې څخه نه وي نیول شوی. دوی تر ډېره له فرېب او نیرنګ څخه کار اخلي، دا ډله په قوت کې نه ده او نه هم اجازه ورکول کېږي. زموږ امنیتي ځواکونه د ټولو شریرو بانډونو یا د ټولو هغو عناصرو پر واړندې په ډې قاطعیت او جدیت سره مبارزه کوي چې افغانستان ته نا امني راوړي.»

د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او ټینګار کوي چې د دې ډلې مرکزونه پاکستان کې موجود دي او په خبره یې که امریکا غواړي افغانستان، سیمه او نړۍ په امن شي، پر اسلام اباد دې فشارونه زیات کړي ترڅو د داعش ډلې له روزنې لاس په سر شي.

د چارو کارپوه توریالی  ځاځی وايي: « ټولو ته معلومه ده چې د داعش خراسان ډله په تاجیکستان او پاکستان کې ده. د مایکل مککال نیوکو ته باید زموږ هېوادوال او طالبان د یوه وېښته په اندازه ارزښت ور نه کړي.»

د  پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « په وروستي پړاو کې هم موږ ولیدل چې په امریکا کې د داعش په نوم یوه کس تروریستي عمل ترسره کړ، دا کس د امریکا تبعه او وګړی و له افغانستان او نورو ځایونو سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي وو، درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي او دغه ‌راز یې ډاډ ورکړی و چې داعش ته به په افغانستان کې د حضور موقع ورنه کړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist