Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: روغتونونو کې ناروغان د درملو نه شتون له  امله مړه کېږي

admin by admin
2021/09/18

د کابل روغتونونو کې روغتیاپالانو اندیښنه څرګنده کړې،چې ډېری ناروغانو ته مناسب درمل نه رسېږي او په خبره یې  دا یې د له منځه تللو لامل کېږي.

 د روغتونونو مسوولین وايي،د درملو د نه شتون سربېره روغتونونه د ډاکټرانو له کمبود سره هم مخ دي ځکه ډاکټرانو ته د معاشونو د نه رسیدو له امله هغوی دندو ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

د کابل د یوه روغتون روغتیاپال وايي:« دا ښه خبره نه ده،چې د افغانستان ولس دې یوازې پریښودل شي. نړیوال باید د افغانستان ملاتړ وکړي. هغوی باید د دې  روغتیاپالانو ملاتړ وکړي. زه یو پورفیسر یم، زما مالي ملاتړ باید وشي.»

د درملو او ډاکټر نه شتون ور اخوا د بانکونو نه پرانېستل او په مناسبه بڼه د خدماتو نه وړاندې کول هم په یوه ستره ستونزه بدل شوي دي.

کابل کې د بانکونو مخ ته راټول شوي کسان وايي، بانکونه بند دي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیسې ورسره نه شته،نو د درمل او روغتون ته تلل خو وروستۍ خبره ده.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«اوس مهال په افغانستان کې اوسېدل ډېر سخت کار دی،ځکه دا پیسې زموږ خپلې دي او هغوی اخیستي او ځان سره یې ساتلې دي. دوی اوس ان زموږ خپلې پیسې نه راکوي.»

د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکی وايي:« دا ستونزه د ولس ده، د حکومت نه ده. د حکومت چارواکي خو خوندي ناست دي،خو تاسې دې خلکو ته وګورئ. دوی په کور کې د خوړو لپاره هېڅ نه لري.»

د عبدالرشید دوستم کور ته ننوتي طالبان د تیر نظام چارواکي پړ ګڼي،چې ولس یې وږی پریښی او خپل ځان ته یې ښکلې ماڼۍ جوړې کړي دي.

په روغتونونو کې د درملو د نه شتون اندیښنه داسې مهال راپورته کېږي،چې په تېرو دوه اونیو کې له خوراکي توکو او درملو ډکې قطري الوتکې په کابل هوايي ډګر کې ښکته شوې، خو اوس پوښتنه دا ده،چې دغه درمل کومو روغتونونو ته وړل شوي او د خوراکي توکو مرستې چاته رسیدلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist