د افغانستان پوهنې وزارت لارښونه کړې، چې سر له نن شنبې ورځې دې په ټول هېواد کې د هلکانو ښوونځي پيل شي.
پوهنې وزارت ویلي، د وږي میاشتې له ۲۷ مې دې منځني ښوونځي او د لېسو تدریس په عادي ډول پيل شي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د بیا پيل په تړاو لا څه نه دي ویل شوي.
اسلامي امارت د اسلامي قانون په چوکات کې ښځو د زده کړو زمینې برابرولو خبره کړې ده.