Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له چین د حنفي غوښتنه؛ د برېښنا او روغتیا برخو کې همکاري وکړئ

له چین د حنفي غوښتنه؛ د برېښنا او روغتیا برخو کې همکاري وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/07

چین د نړۍ پر کچه لومړی هېواد دی چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت سفير یې په رسمي توګه منلی او په افغانستان کې يې د کانونو او نفتو په برخه کې تر ټولو زیاته پانګونه کړې.

د سرپرست حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت وايي، کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخيزه اړیکو د لاپیاوړتیا هڅې کوي.

فطرت په دې اړه وايي: « په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړیکې ډېرې پراخې شوې او دغه راز یې یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې افغان سوداګرو ته تر بل هر وخت زیاتې وېزې ورکړل شوې دي. هغه د افغان کډوالو لپاره د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې د سړو خونو جوړولو، د روغتیا او کانونو په استخراج کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتوالی څرګند کړ.»

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د چین سفیر ډاډ ورکړی چې له کډوالۍ راستنو شویو افغانانو ته د کورونو جوړولو او همدارنګه د کرنې، روغتیا، د کانونو سروې کولو او استخراج او په ځينو ولایتونو کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې به مرسته کوي.

له بلې خوا، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چین له حکومت غوښتي چې له افغانستان سره د برېښنا  تولید او په پرمختللې ټکنالوژۍ د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د سمبالتیا په برخه کې مرستې وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « د چین له پانګونې یې هرکلی وکړ او په ځانګړي ډول یې د برېښنا او روغتونونو د تجهیز او نورو برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.»

د چارواکو په خبره، د سرپل ولایت د قشقري نفتو څاه ګانو، د تخار د سرو زرو او د لوګر د مس عینک کانونه چینايي پانګوالو ته په قرارداد ورکړل شوي او پر دغو درېیو کانونو شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه شوې.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان چین د افغانستان لپاره یو لوی اقتصادي شریک ګڼي او د کابل او بېجېنګ ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اغېزناک ګام بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د افغانستان حکومت کولی شي له دې فرصت ګټه واخلي او پرته له دې چې نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي، کولی شي له خپلو کانونو ښه ګټه واخلي، ترڅو هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم حکومت وکولی شي خپله پراختیايي او انکشافي بودیجه د کانونو له استخراج او یا هم نورو داخلي عوایدو تمویل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې چین او روسیه د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښيې او نږدې اړيکې لري او ډېر ځله یې افغانستان کې د سولې او ټيکاو د رامنځته کېدو ملاتړ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist