Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځاوه

admin by admin
2021/09/18

امنیت شورا د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۷ مه» ناسته کې د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما فعالیت د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځاوه.

د امنیت شورا غړي هېوادونه وايي، اوس مهال تر پخوا زیاته اړتیا ده چې له افغانانو سره مرسته وشي او دا یوازې هغه مهال شونې ده، چې یوناما هلته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازې مونا جوول وايي: «اوس مهال په افغانستان کې ۱۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ باید له خپلو مرستو څخه ځان ډاډه کړو، چې دغه مرستې په سمه توګه تر خلکو ورسېږي. موږ باید پر دې ټینګار ولرو چې دغه مرستې او مرستندویه فعالیتونه په سمه توګه په افغانستان کې ترسره شي.»

د امنیت شورا یو شمیر نور غړي بیا که څه هم د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ او ښه نه بولي، خو د یوناما په شتون او فعالیت ټینګار لري او وايي، باید د افغان ولس ترڅنګ پاتې شي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس وايي: «موږ پوهېږو چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر ښه نه دی او ستونزې زیاتې دي، خو ملګري ملتونه باید د افغانانو لپاره کار وکړي. ځکه هلته د ملګرو ملتونو رول ډېر اړین دی او خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ به د همدې هدف لپاره له هغوی سره پاتې شو.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکو نظر په افغانستان کې د یوناما د فعالیت غځیدل ځکه ښه دی، چې د اعلان شویو بشري مرستو د لېږد لپاره به تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو او پردیو لاس لنډ شي او مستحقو افغانانو ته به ورسیږي.

دا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دویمه ناسته ده، چې په لومړۍ ناسته کې غړو هېوادونو له افغانانو سره د ۱.۲ میلیارده ډالرو بشري مرسته اعلان کړه  او په تازه ناسته کې غړو هېوادونو افغانستان کې د یوناما فعالیت تر شپږو میاشتو تمدید کړ. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist