د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف پرون د شانګهای سازمان غونډه کې ویلي، د افغانستان کنګل شوې شتمني باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي.
ولسمشر شوکت میرزایوف ویلي، افغانستان کې روان بشري او اقتصادي وضعیت ته په کتو غوره دا ده، چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې پیسې باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي، چې د طالبانو او نورو حکومتونو تر منځ خبرو ته زمینه هم برابره شي.
نوموړي زیاته کړې، دې کار سره به لاره هواره شي، چې د ترهګرۍ له راټوکېدو مخنیوی هم وشي.