Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له الوتکې د راپريوتي عظيم الله کورنۍ: له سختو  اقتصادي ستونزو مخ یو 

admin by admin
2021/09/16

له کابل نړیوال هوايي ډګره بهر ته د تللو په نيت کلن ځوان عظيم الله تېره مياشت د الوتکې  وزرونو پسې له نښتلو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مطيع الله د عظیم الله  مشر ورور دی، وايي، عظيم الله حربي پوهنتون لوستی و او اوس يې نظامي زده کړې د سرحدي پوليسو په اکاډمۍ کې تر سره کولې.

هغه وايي، چمتو کړی مونوګراف يې بې امضاء پاتې شو او د ورور د فراغت او خدمت ارمان يې پوره نشو.

مطيع الله وايي: «د حربي پوهنتون محصل و، کله چې  له حربي پوهنتونه خلاص شو، بيا نظامي اکاډمۍ ته کامياب شو، بيا اکاډمۍ پوليسو ته کامياب شو. وروسته له هغې د سرحدي پوليسو پوهنځي ته کامياب شو، تقريباً دوه میاشتې وروسته يې فراغت و.»

مطیع الله وايي، عظيم الله يې د کور د نفقې پيدا کولو یوازینی کس وه او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

مطيع الله په يو ه خصوصي ښوونځي کې په اته زره افغانيو استادي کوي.

دی وایي، له ‌څو میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده اخیستې او د څوارلس کسانو سرپرستي ورترغاړې ده.

مطيع الله زیاتوي: «زموږ یوازې اقتصادي وضعيت خراب دی، هغه که فراغه شوی وای، د سرحدي پوليسو له پوهنځي څخه نو په يو ښه بخش کې به يې وظيفه وه. يو زه تنخوا لرم او پلار مې، هغه هم اوس بې دندې شو. یوازې زه اوس تنخوا لرم او هغه هم نهه زره يا اته زره،نو نه کېږي، ۱۲ يا ۱۳ کسانو کور دی.»

د مړ شوي کس کاکا امرالله بیا وايي: «اوس د وظيفې و چې د پلار او کورنۍ لاس ونيسي. نو هغه تشه خو ډېره لويه تشه ده. هغه بااستعداده هلک و. ډېر بااخلاقه هلک و، يو ډېر انسان هلک و، نو ډېره لويه تشه ده، د هغه پلار يې اوس يو څه ناڅه وظيفه لرله، هغه هم اوس په کور کېناست. دغه ورور يې هم اوس په کور دی. نو مشکلات زیات دي.»

د عظيم الله کوچنی ورور نصر الله په ژړغوني غږ او نمجنو سترګو د خپل ورور خاطرې داسې  یادوي: «موږ په ورور پسې ډېر خفه يو. هغه زموږ مشر ورور و. مهربانه و. موږ به یې کله کله  بیولو. درسونه به یې راسره ویل. موږ ډېر ورپسې خفه يو.»

د عظيم االله کورنۍ اوس هغه انځورونه چاپ کړي،چې دی په کې له الوتکې راغورځي،  پر ځمکه پرېوتی او په يو بل انځور کې ښکاري،چې کورنۍ يې قبر ته ناسته ده. دوی وايي، همدې انځورونو په کتو به د ژوند سختې تېروي، خو په هېواد کې د سولې او امن هېله به هم ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist