Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهر ته د افغان کارګرانو استولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

بهر ته د افغان کارګرانو استولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/06

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست پر مشرۍ د نورو اړوند ادارو له چارواکو سره بهر ته د افغان کارګرانو د لېږلو او همدارنګه هلته مېشتو افغانانو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

د دې وزارت مسوولین وايي، يادې ناستې کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت معينانو ګډون درلود.

دوی زیاتوي، د یادې ناستې پرمهال بهر کې افغان کارګرانو ته د کاري زمینو برابرولو او هلته د موجودو افغانانو د ستونزو پر حل ټینګار شوی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع ‌الله ابراهیمي وايي: « بهرنیو هېوادونو ته د افغان ماهرو کارګرانو د لېږد په اړه د امیرالمؤمنین حفظ الله له حکم سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر مشرۍ، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او د احصائیې ملي ادارې د مسوولینو سره د کارګرانو د ستونزو د حل او ورته د لازمو سهولتونو برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې یادو موضوعاتو ته د رسېدو لپاره د همکارۍ پنځه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شي. د دې هوکړه لیک پر اساس به د هر وزارت او ادارې مسوولیتونه او مکلفیتونه مشخص او یادو مواردو ته پر وخت رسېدنه ترسره کېږي.»

ابراهیمي زیاتوي، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو د لېږلو بهیر ګړندي کولو، هلته د مېشتو افغان کارګرانو د اسنادو څېړلو او تنظیمولو او دغه راز دغو افغانانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، د دوی د حقونو خونديتوب لپاره د یوه پنځه اړخیز هوکړه ‌‌لیک د ترتيبولو پرېکړه هم شوې.

د ابراهيم په خبره، د دې هوکړې له مخې به زرګونه افغانان قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته واستول شي.

هغه په دې اړه وايي: « بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو په قانوني لېږد سره به زرګونه تنو هېوادوالو ته په بهرنیو هېوادونو کې د کار زمینه برابره شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې برخه کې د قطر، ترکیې، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان هېوادونو د کار اړوند مسوولینو سره په اړیکه کې دی چې افغان کارګرانو ته په یادو هېوادونو کې د کار کولو قانوني زمینه برابره کړي.»

عام خلک د سرپرست حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي او زیاتوي، په کور دننه د کار نه شتوالي له امله زرګونه کسان بهرنیو هېوادونو ته په خطرناکو قاچاقي لارو ځي او په خبره يې له نوې پرېکړې سره به د قاچاقي تګ مخه ونيول شي.

د کابل ښار اوسېدونکی جمشېد وايي: « له اسلامي امارت مننه کوم چې دا ډول پروژه یې په لاره اچولې، خدای وکړي شفافه وي. ښه خبره دا ده چې د هېواد په داخل کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه دلته زرګونه ځوانان وزګار دي.»

د کابل ښار اوسېدونکی مجیدالله وايي: « دا ښه خبره ده او زه ورته خوشبین یم؛ خو تر دې هم ښه دا ده چې د کار زمینه د هېواد په داخل کې برابره شي، دلته کارخاونې جوړې شي ترڅو تللي مهاجران هم بېرته راشي او ورسره هېواد پرمختګ وکړي.»

د کابل اوسېدونکی محب الله وايي: « افغانستان ښه دی او باید دلته د کار زمینه ورته برابره شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم د سرپرست حکومت دغه پرېکړه ستایي، خو وایي سرپرست حکومت دې په کور دننه ټولو ځوانانو ته په دولتي او نا دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي،  ترڅو خلک په مرګونو لارو نورو هېوادونو ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه  واحد فقیري وايي: « دا چې افغان حکومت غواړي عربي ملکونو سره د کارګرانو استولو پروسه قانوني کړي، دا یو نېک او مثبت عمل دی. باید واویم چې د افغانستان د بېکارۍ علاج یوازینۍ لاره دا ده چې د افغانستان په داخل کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، د افغانستان اقتصاد رشد وکړي او خلک دې ته اړ نه شي چې نورو هېوادونو ته په کار پسې ولاړ شي.»

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې روانې جګړې، اقلیمي بدلون، بېوزلي، بې روزګاري سبب شوې چې له امله یې میلیونونه افغانان هېواد پرېښودو ته زړه ښه کړي او هڅه وکړي چې د مرګونو او خطرناکو لارو په منلو سره د یوه هوسا ژوند لپاره اروپایي او نورو بهرنیو هېوادونو ته کار پسې ولاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist