Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لوګر د هغه دوه شپیته کلن  کس کیسه،چې دوه زامن یې جګړه کې وژل شوي 

admin by admin
2021/09/16

ګل آغا د لوګر مرکز پل علم  بابوسو سېمې اوسېدونکی دی،هغه وایي،  شااوخوا دری میاشتې وړاندې یې کرونده کې پر کار بوخت وه،چې جګړه ونښته او دوه زامن یې ځای پر ځای په کې ووژل شول. 

په ورته وخت کې هغه وايي، له دې پېښې څو و ورځې  وروسته یې بل زوی هم ټپي شو.

ګل اغا وايي:« کرونده  کې پر کار بوخت وو،چې سېمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه رامنځته شوه. دې جګړه کې مې  دوه زامن ځای پر ځای مړه شول او څه موده وروسته مې یوازنی زوی هم جګړه کې ټپي شو.»

ګل اغا ته اوس د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده، هغه وايي، اړ دی،چې د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړي.

نوموړي وايي، ګردیز کې دغه هوټل کې د میاشتې په ۴۰۰۰ افغانۍ کار کوي. 

 ګل اغا  زیاتوي:«د لوګر مرکز پل علم بابوسو سیمې اوسیدونکی یم. د دوو لمسیانو، اینګور، میرمنې او د ټپي زوی سرپرستي را پر غاړه ده. زه  اړ یم،چې کار وکړم.»

ګل اغا وايي، مرکزګردیز کې په یوه هوټل کې د میاشتې پر ۴ زره افغانۍ کار کوي، او په خبره یې  د کار یې  لا میاشت نه ده پوره شوې او انتظار دی،.چې معاش واخلي او کورنۍ ته یې ولېږي. 

 هغه وايي:« نن مې دلته د کار شلمه ورځ ده. زما په دا څلور زره افغانیو هېڅ ګوزاره نه کېږي.زه په دې پیسو اوړه واخلم، غوړي واخلم، بوره واخلم،کچالو واخلم،څه پرې واخلم.»

ګل اغا وایي، کورنۍ یې له لوږې کړیږي او د اسلامي امارت مسوولین، مرستندویه بنسټونه او ملي سوداګرو دې ور سره د خوراکي توکو مرسته وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist