دغه غونډه کې، چې د کندهار لسګونه سوداګر او پانګوال راټول شوي وو، غوښتنه کوله، چې بايد د افغانستان په داخل او بهر کې ټولې کنګل شوې پيسې خلاصي شي.

دوی وايي، د خوراکي او غير خوراکي توکو د بيو د لوړېدو لامل هم دغه پيسې دي، ځکه د پيسو د نشتوالي له امله د دوی صادرات او واردات په ټپه ولاړ دي.

د سوداګرو په خبره، که دغه حالت څو ورځې نور هم دوام وکړي، هېواد به له سختې قحطۍ سره مخ شي.