Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني پولیسو یو ځل بیا د افغان کډوالو کورونه پلټلي

پاکستاني پولیسو یو ځل بیا د افغان کډوالو کورونه پلټلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/05

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه شمشاد ته استول شوې ویډیوګانې ښيي چې د اسلام ‌اباد په بي اوه لس سيمه کې پوليسو د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او د ځينو افغانانو د نيولو هڅه کوي.

په دې ساحه کې مېشت افغانان وايي، له څو ورځو راهيسې پاکستاني پوليس کورونو ته ورځي او د کورونو د تلاشي کولو ترڅنګ يې د کورنۍ غړي په جعلي قضيو کې نیسي.

افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « د تېر په څېر یو ځل بیا د پاکستان حکومت د اې.سي.سي کارټونو لرونکو کډوالو پسې پلټنه پيل کړې او معلومات جمع کوي. له دې امله په افغان مهاجرانو کې تشویشونه پيدا شوې دي. موږ د افغانستان له حکومت غوښتنه کوو چې دلته سلګونه زره افغان کډوال ژوند کوي او نه ښايي چې په اړه یې غفلت وکړی. دوی باید راشي او په اسلام اباد کې له حکومتي چارواکو او د کډوالو له سترې کمېشنرۍ سره ناستې وکړي ترڅو د اې.سي.سي کارټونو لرونکي هم په پي.او.آر کارټ لرونکو کې داخل شي، ځکه چې پي.او.آر کارټونه د یوې کورنۍ نیمو غړیو ته ورکړل شوي او نیم نور ترې پاتې دي.»

د کډوالو مدافع ظاهر بهاند وايي: « د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له دویمې نېټې راهیسې د پاکستاني پولیسو له لوري سرتاسري عملیات پيل شوې دي. په دغو عملیاتو کې تر اوسه لسګونه افغان کډوال له اسلام اباد  نیول شوې دي.»

د کډوالو د حقونو فعالان په اسلام ‌اباد کې د افغان کډوالو ځورول او نیول د اصولو خلاف عمل بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې دغلته د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري اخراج د مهاجرت د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. دغه پرېکړه کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ټولنیز کړکېچ رامنځته کړي. همدارنګه له پاکستان په زور د افغان کډوالو شړل کولی شي د دواړو هېوادونو اقتصادي او اجتماعي وضعیت ته هم زیان ورسوي.»            

د سرپرست حکومت چارواکو که څه هم په ځانګړي ډول اسلام‌ اباد کې د افغان کډوالو وضعيت په اړه څه نه دي ويلي، خو د تېرې جمعې په ورځ يې يو وار بيا د پاکستان په شمول له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل چلند اصولي کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: « د نړۍ په هرځای کې چې اوسمهال د افغانانو لپاره ژوند شرعا ً جایز وي، زموږ غوښتنه له نړۍ دا ده چې نه د ژمي په موسم کې او نه هم په بل موسم کې افغانان مه مجبوره کوئ او اجازه ورکړئ چې په خپله راشي. له افغانانو هم غوښتنه کوو چې مطالعه وکړي او ځان پوه کړي چې څوک شرعا ً مکلف دي چې شرعي نظام راغلی، امن راغلی، په  دواطلبانه ډول دې  خپل وطن ته راشي.»

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳زېږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسنادو افغان کډوالو د ډله ‌ییز اخراج لړۍ ګړندۍ کړه.

 د دې هېواد چارواکو هغه مهال ویلي و چې هلته مېشت شاوخوا ۱.۷ ميليونه افغانان بې اسنادو ثابت شوي او له پاکستانه به وشړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist