Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د پاکستان پوځ غواړي له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې په پلمه پښتانه فعالان او سياسیون ووژني

کارپوهان: د افغانستان په تړاو د پاکستان سیاست د باور وړ نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/05

په داسې حال کې چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې له افغانستان سره دوه مخی سیاست کوي او تل یې د افغان حکومت مخالف جهت نیولی، تازه یې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې په ډېپلوماسۍ باور لري او له افغانستان سره نږدې او دوستانه اړیکې غواړي.

خو د پاکستاني سیاستوالو دا خبرې د افغانانو زړه ته نه لوېږي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل د افغانستان په تړاو  دوه مخی سیاست غوره کړی او د کابل پر وړاندې خپل ستراتیژیک عمق تعقیبوي.

 د کارپوهانو په اند، د پاکستاني سیاستوالو په نرمو خبرو او دوستانه وړاندیزونو هېڅ باور په کار نه دی.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان همېشه د افغانستان په تړاو په خپلو سیاستونو کې منافقانه او دوه رنګه سیاست خپل کړی. دوی تل پر کابل باندې د زور او جبر، دهشت او وحشت له لارې د خپلو پالیسیو او تګلارو د منلو پالیسي لري. دوی افغانستان ته د ستراتیژیک ژورتیا په سترګه ګوري او نه غواړي چې افغانستان یو خپلواک، پر ځان بسیا او سوکاله دولت او ملت و اوسي. له دې امله د پاکستان په ټولو خوږو کې ترخه او زهر موجود وي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان ماته یو هغه بې موره او بې پلاره هېواد دی چې د پردیو هېوادونو او په ځانګړې توګه انګرېزانو او امریکایانو د ګټو ساتلو لپاره دلته جوړ شوی. دا هېواد لکه هغه ماشوم دی چې د مور او پلار پر دسترخوان لوی نه شي او په پای کې لوی جنایت کار ترې جوړ شي. پنجاب یا پاکستان دغسې یو حیثیت لري.»

ځینې نور بیا له پاکستان سره د ملي ګټو پر بنسټ د سیاست غوره کول ښه لار ګڼي او وايي، د تېرو څلور لسیزو تجربو ښودلې چې پاکستان خپلواک او ځان بسیا افغانستان نه غواړي او تل هڅه کوي چې کابل اسلام اباد ته محتاج وي.

د دوی په باور، د پاکستان په سیاستونو باور په کار نه دی او له دغه ګاونډي سره باید د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ چلن وشي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود په دې اړه وايي: « ترکومه ځایه چې تېرې څلور لسیزې د پاکستان په اړه تجربه لرو، پاکستان هېڅکله هم په خپلو پښو ولاړ، قوي او خپلواک افغانستان نه غواړي. دوی تل یو محتاج هغه هم داسې محتاج افغانستان غوښتی چې دوی ته یې لاس اوږد وي. دوی د افغانستان د ثبات لپاره هېڅکله ګامونه نه دي پورته کړي.» 

د پاکستان دوستانه وړاندیزونه او پر ډېپلوماسۍ د باور لرلو خبرې داسې مهال دي چې همدا څو ورځې وړاندې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړل او لسګونه عامو وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist