Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دیني عالمان: عصري علوم مباح نه بلکې فرض دي

دیني عالمان: عصري علوم مباح نه بلکې فرض دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/05

د عبدالله ابن مبارک دیني جامعې له درېیمې دورې نږدې څلورنیم سوه تنه فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.

د دستار بندۍ دغو مراسمو کې دیني عالمانو او چارواکو د علم د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې.

دیني عالم شیخ عزیز الله مظهري د غونډې ګډونوالو ته وویل، عصري علوم مباح نه، بلکې فرض کفايي دي او انساني ژوند دغو علومو پورې تړلی دی.

هغه زیاته کړه: «د طب علم فرض کفايي دی، د نجارۍ علم، د خټګرۍ علم، معماري، صنایع او نور ټول فرض دي؛ ځکه چې د انسان ژوند په دې پورې اړه لري. انسان مدني الطبع دی، اجتماعي ژوند کوي او اجتماع له دې پرته نه شي کېدای. چې معمار نه وي، دا ودانۍ به څنګه جوړېږي، اوس به موږ په واورو کې جلسه کوله. که مستریان نه وای، دا موټر به څنګه کېدل، چې کرنه او زراعت نه وي، ژوند به څنګه مخکې ځي، چې اقتصاد نه وي ژوند نه شي کېدای. نو، دا عصري علوم او د هغو زده کول فرض کفايي دي؛ دا مباح نه دي بلکې فرض کفايي دي، فرض دي فرض.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي: «کوشش وکړئ چې علم زده کړئ، علم یوازې دیني نه دی بلکې دنیايي علم هم زده کړئ. طیاره به څوک الوزوي، توپ به څوک جوړوي، راکېټونه به څوک جوړوي چې یو بل ځای پرې وولئ. کاش چې موږ پرون قاره پیما راکېټونه درلودی، خپل زړه به مو پرې یخ کړی و، خو افسوس چې نه یې لرو. ولې یې نه لرو؟ ځکه چې موږ دا علم نه دی کړی.»

دیني علما دغه راز وايي، په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې داسې مجتهد او متبحر عالم نه شته چې د مسایلو په تړاو یې خبره وروستۍ او ټولو ته د منلو وړ وي.

مظهري زیاتوي، د همدې تشې له امله لاهم د دیني علماوو ترمنځ په ځینو مسایلو کې اختلاف شته دی.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وايي، اسلام دین دومره تنګ نظره هم نه دی لکه څنګه چې یې ځینې ملګري په اړه فکر کوي.

شېر محمد عباس ستانکزی زیاتوي: « اسلام دومره پراخ بنسټه هم نه دی لکه غربیان یې چې تحلیلوي چې باید دا رقم نظام په افغانستان کې راشي. خو بله خوا دومره تنګ نظره هم نه دی لکه زموږ بعضې ملګرو سره چې دومره تنګ نظره دي چې په هېڅ صورت له ځان پرته بل څوک په اسلام کې نه ویني.  اسلام هغه دین دی چې ۱ زر ۴۰۰  کاله مخکې الله تعالی موږ ته راولېږه او د قیامت تر ورځې به د ټول بشریت لپاره د حل لاره وي. د هر وخت او هر زمان، هر تخنیک او هر ساینس او پیشرفت سره مطابق جوړ دی؛ په دې کې ګوتې وهل نه شته.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دغه راز وايي، که نظام نه وي نو شریعت نه شي پلی کولی او ټول د نظام په ساتنه ملکف دي؛ خو نظامونه په اقتصادي پرمختګ او اړوندو علومو پر زده کړې ساتل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist