د دغې غونډې د اجنډا مهم ټکي به پر افغانستان راوڅرخي، خو طالبانو ته په دغه ناسته کې بلنه نه ده ورکړل شوې.
د مالوماتو له مخې، د شانګهای د غړیو هېوادونو چین، روسیې، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبیکستان، هند او پاکستان مشران په نننۍ غونډه کې برخه اخلي او تمه ده، چې سبا د جمعې په ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم ورشي او په دې غونډه کې برخه واخلي.
ویل کېږي، د شانګهای غړي هېوادونه اندېښمن دي، چې افغان کډوال به ورمات شي.