Skip to content
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان ویلي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته پورته کوي.
لودریان د اروپا پارلمان ته ویلي، څه یې چې په وس کې وي، باید ویې کړي، څو په افغانستان کې د ګواښونو مخنیوی وشي.
نوموړي ویلي، افغانستان کې بشري ناورین دی او دوی خپله ونډه ادا کوي، چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سل میلیونه یورو ته پورته کړي.