Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان جاپان روغتون مشر: له نړیوالې ټولنې غواړو چې روغتیا برخه کې مرسته وکړي

admin by admin
2021/09/15

په کابل کې د افغان جاپان روغتون مشر زلمی رشتین وايي، د کورونا څلورمې څپې ته اندېښمن دي او په خبره یې هېڅ ډول امکانات نه دي ورکړل شوي.

رشتین وايي، ناروغان لري، خو د امکاناتو د نه‌ شتون له امله ډېری وخت ناروغان نه ‌شي بستر کولای.

هغه له  نړیوالې ټولنې غواړي چې سیاست او روغتیا دې جلا وساتي او روغتیا برخه کې دې مرستې وکړي.

رشتين زیاته کړه: «که نړيوال مرسته ونه کړي، نو افغانستان کې به شته کورونا وبا نورو هېوادونو ته انتقال شي، ځکه نړۍ د يوه کلي حيثيت لري.»

هغه وايي، درې مياشې وړاندې يې د درملو زېرمې ډکې کړي، چې اوس مهال لپاره کار کوي، خو د څلورمې څپې په راتګ سره به له ستونزو مخ شي.

د افغان‌ـجاپان زياتره ډاکټرانو او کارکونکو ته نړيوال بانک تنخواوې ورکولې، خو له څه مودې راهېسې يې معاشونه نه دي اخېستي.

د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر  وايي:« دلته هره ورځ کم ناروغان راوړل کېږي، دا چې په ولايتونو کې د کورونا وبا زياتره مرکزونه تړل شوي، نو ځکه زياتره ناروغان له ولایتونو څخه راوړل کېږي.»

په اوسط ډول اوسنيو ورځو کې هره ورځ د لسو او شلو ترمنځ ناروغان ياد روغتون ته وروړل کېږي، په داسې حال کې چې وړاندې به د افغان  جاپان روغتون کې د ناورغانو لپاره بستر نه پيدا کېده.

یو تن ناروغ  وايي: «بايد له روغتونو او ناروغانو سره مرسته وشي، ناروغان درملو ته اړتيا لري.»

افغانستان کې درېیمه څپه پای ته رسېدونکې ګڼل کېږي، خو ګاونډيو هېوادونو کې د کورونا وبا څلورمه څپه د خلکو ژوند اخلي.

کرونا وبا وروستيو سياسي بدلونو کې له خلکو هېره شوې او د ځان ساتنې لپاره خلک روغتيايي تدابير نه مراعت کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist