Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستې باید په عادلانه ډول ووېشل شي

admin by admin
2021/09/15

د سیاسي چارو شنونکي وړاندېز کوي چې مرسته شوې پیسې دې پر اړمنو نغدې ووېشل شي او په یو اندازه پیسو دې افغانستان ته خوراکي توکې او صحي توکې راوړل شي، ترڅو بازارونو کې د توکو لوړ نرخونه هم کنټرول شي.

دوی ټینګار کوي، لکه د تېرو مرستو په شان دې دغه پيسې د خېمو، ترپالونو او تشو پلاستیکي بوشکو نه مصرفېږي.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل زرمتی وايي: «دا مرستې باید اولویت بندي شي او بل احصائیه واخیستل شي او تحقیق وشي، چې افغانان په کومو برخو کې واقعا مرستو ته اړتیا لري، لوجستکي مرستو ته او که د بیلګې په ډول د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري.»

یوشمېر شنونکي اندېښنه لري که دغه پيسې د ګاونډیو هېوادونو او خیریه بنسټونو لخوا وویشل شي ښايي تر ډېر خپل استخباراتي اهداف پر مخ بوځي او فساد هم په ‌کې ممکن دی.

دوی ټینګار کوي چې دغه پيسې دې د اسلامي امارت له خوا پر اړمنو کورنیو او مستحقینو وویشل شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیزالدین معارج وايي: «په خواشینۍ سره چې دا مرستې به د ازادو انجوګانو لخوا او یا د نورو هېوادونو له خوا مصرفېږي، چې هلته به بیا نو دوی خپل جاسوسي پروګرامونه پر مخ بیایي، پیسې به حیف و میل کېږي، په ښه توګه به نه مصرفېږي او خپلې موخې او اهداف به مخې ته بیایي.»

په ټوله کې شنونکي باور لري چې له اقتصادي ناورین څخه د افغانستان مخنیوي لپاره د مرستو دوام ښه دی، خو په خبره یې تر هغې چې نوره نړۍ اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني دا مرستې اغیزمنې نه شي ثابتېدای.

دوی دا خبرې وروسته له هغې کوي، په جینوا کې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان سره د یو اعشاریه دوه میلیاردو بشري مرستې د ویش په تړاو یو لړ اندېښنې راپورته شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist