Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

متقي:د نړیوالو له مرستې هرکلی کوو 

admin by admin
2021/09/15

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د سه شبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۳ مه » کابل کې  د یوې خبرې ناسې پر مهال  جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارډ ډالرو بشري مرستې له اعلان هرکلی وکړ.

متقي ډاډ ورکړ، چې شوې مرستې به دوی په شفافه توګه اړمنو ته ورسوي او نړیوال دې د بشري مرستو سربیره پراختیایي برخو کې هم مرستې وکړي.

متقي زیاتوي:«  اسلامي امارت هڅه کوي،چې دا ډول مرستې په شفافه توګه اړمنو ته ورسېږي. په دې برخه کې اسلامي مارت پوره همکاري کوي، ترڅو اختلاص ونه شي او د غریبانو اموال ضایع نه شي.  په نورو برخو کې مو غوښتنه دا ده،چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وشي. » 

په ورته وخت کې متقي وايي، په تور لیست کې د طالب مشرانو د نومونو ساتل د  دوحې له  هوکړې سرغړونه ده او د واشنګټن دریځ یې ظالمانه وباله.

متقي زیاته کړه:«  په توافق نامه کې یې په ډېر واضاحت سره دا لیکلي،چې د ا فغانستان اسلامي امارت ټول هغه کسان به له تور  لیسته ووځي،کوم چې په تور لیست کې شامل شوي.  نو د هغې پرېکړې له مخې، بیا هم د اسلامي امارت مسوولین په تور لیست کې پاتې کېدل، دا هېڅ دلیل نه لري. دا یوه ظالمانه پرېکړه  ده، بې اساسه پرېکړه ده او هېڅ نعه حقوقي دلایلو ولاړه  نه ده. غوښتنه مو دا ده،چې دا مسله حل شي.» 

متقي وايي، هغو سفارتونو،چې د دوی له حکومت سره یې مخالفت نه دی کړی، د فعالیت اجازه ورته شوې او د ویزو د ویش او خدماتو د وړاندې کولو لارښوونه ورته شوې ده.

نوموړي د امریکا له لورې افغانستان بانک شتمنۍ کنګل اعلانول وغندل او ټینګار یې وکړ،چې فشار د حل لار نه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist