Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د فراه ولایت اوسېدونکي د کار له نشتوالي شکایت کوي 

admin by admin
2021/09/15

فراه  ولایت کې  هم د هېواد د نورو ولایتونو په څير د بې روزګارۍ کچه ډېره شوې او ګڼې کورنۍ د لوږې او فقر له سخت حالت سره مخ دي.

ځایي خلک وايي، د  لوږي او فقر له سخت حالت سره مخ دي او که چیري دولت ورسره مرستې ونه کړي،ښايي حالت  نور هم خراب شي.

د فراه یوه  اوسېدونکې وايي:« در په در اولادونه مو خاورې په سر دي.  له موږ نور غریبان نشته. زه ځم د خلکو جامي وېنځم، د خلکو چوپړ کوم او یوه مړۍ  ډوډۍ راکوي. بیا دلته راځم او له خپلو یتیمانو سره  یې خورم او ژوند کوم. پولي تړلي دي، نه ایران او نه هم افغانستان کې کار شته، بس دغسي بي سرپرستي ده.»

دوی کې یو شمیرهغه کورنۍ هم شاملې دي،چې خپل د کورنۍ سرپرستان یې جګړه کې له لاسه ورکړي او د کورنۍ مسؤولیت يې د ښځو پرغاړه دی.

دغه کورنۍ  وايې، فقر او لوږي اړې کړي،چې خپلي مېنې پریږدي او فراه ښارته راکډه شي.

دوی وايې،د ورځني ژوند تیرولو لپاره هېڅ نه لري او ډېرسخت حالت سره مخامخ دي.

د مریم په نوم  د فراه یوه اوسېدونکې وايي:« یو مړۍ وچې ډوډۍ پسي حیران یو. له سهارترماښامه مې  ماشومان په خدای که په وچه ډوډۍ ماړه وي. د سرای کرایه ده، حیران یو،چې څه وکړو، په خدای،چې خپل پر مرګ خوشحاله یو،چې خدای مرګ له ایمانه سره راکړی وای خو ښه و. د یوې پاچاهۍ زوی مي دوه کاله مخکې شهید شو.»

دوی له اسلامي امارته غواړي،چې له بې وزله کورنیو سره د مرستو او ځوانانو ته د کار برابرولو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي. 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي،چې طالبان دې د نړۍ له هېوادونو سره خپلي اړیکي پراخې او د هېواد اقتصادي څرخ دي په کار واچوي.

د سیاسي چارو شنونکی  خلیل عمادي وايي:« په دي شیانو نه کېږي،باید خپلي اړیکې له نړۍ سره جوړي کړي. هېوادونه باید دوی په رسمیت وپيژني،سوداګریزې اړیکې باید پراخې شي. د هېواد د ساتلو لپاره  باید  اردو جوړه شي او  اردو باید خپلې ملي ګټې وویني.»

د فراه ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د احصایې او پلان برخې مدیر نعمت الله قاري زاده بیا وايې، هڅې کوي،چې له بي ځایه شویو او  بې وزله کورنیو سره د خیریه بنسټونو څخه د مرستو راجلبولو لپاره لاس په کارسي.

قاري زاده وايي:« زموږ د کار بهیر د اوس لپاره دریدلی دی. موږ په دې هڅه کې یو،چې هرڅه ژر ستونزه له لوړه حل سي،ځکه مؤسسات کوم پروسیجر چې لري او کوم بدلون چې راغلی، موږ ورسره په اړیکه کې یو.»

هیواد کې د فقر، لوږې او بي روزګارۍ زیاتیدو په اړه اندیښنې داسي مهال راپورته کیږي،چې وړمه ورځ جنیوا کې د ملګروملتونو پر مشرۍ  د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولولو لپاره نړیواله غونډه جوړه او ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د مرستواعلان وکړ. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist