Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: افغانستان سره جینوا کنفرانس کې اعلان شوې مرستې باید په عادلانه ډول ووېشل شي

admin by admin
2021/09/15

په جینوا کنفرانس کې وړمه ورځ  د نړۍ ګڼو هېوادونو  له افغانستان سره د څه باندې یو ملیارد ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.

دغه مرستې افغانستان کې د خیریه بنسټونو، مؤسسو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په لاس ویشل کېږي.

د سیاسي چارو  شنونکی هدایت الله شینوار ټېڼګار کوي،چې دغه مرستې دې په شفافه او عادلانه توګه د اسلامي امارت له خوا ووېشل شي.

 شینوار وايي، له افغانستان سره د نړۍ کېدونکې مرستې باید مشروطې نه، بلکې د بشرپالنې پر بنسټ او بلا عوضه وي.

شینواری زیاتوي:« ټولې مرستې باید د افغان حکومت له خوا ولګول شي. د نړیوالې ټولنې مرستې باید د بشرپالنې پر بنسټ وي، نه مشروطې. د درېیم لوري هر ډول ښکیلتیا به مسله پېچلې کړي او د ډېر فساد لامل به شي. افغان حکومت باید د مرسته شویو پیسو د وېش یوازینۍ سرچینه وي.»

 بل پلو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له یوه استازي فلیپو ګراندي سره لیدنه کې ویلي، حکومت یې چمتو دی،چې د ژمي تر را رسېدو وړاندې په هېواد کې دننه ټولې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو، مېنو ته ستنې کړي او په همدې برخه کې د نړیوالو له لوري کېدونکي مرستې هغوی ته ورسوي.

متقي زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغان کډوالو له بېرته راتګ هرکلی کوي‌ او له هغوی سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.»

لا مالومه نه ده،چې دغه مرستې به کله تر افغانستان رسېږي،خو د جینوا غونډې ګډونوالو د بشري مرستو په ژر تر ژره رسولو ټینګار کړی دی  او له طالبانو یې غوښتي،چې د مرستندویه ډلو امنیت دې خوندي کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist