چین له افغانستان سره د بېړنیو مرستو په برخه کې ۱۵ میلیونه ډالره او د کرونا ویروس مخنیوي برخه کې د ۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله ټویتر پاڼه لیکلي، کابل کې د چین لوی سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
ډاکتر نعیم لیکلي، په لیدنه کې د چین سفیر امیر خان متقي ته د نوي حکومت جوړېدو مبارکي ویلې او د چین لخوا یې افغانستان سره بېلا بېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.
محمد نعیم ویلي، د چین سفیر ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري، اقتصادي او سياسي همکاريو او اړيکو ته دوام او پراختیا ورکړي.