Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: پر هریرود سیند د بندونو جوړول د ایران خلکو ته زیان رسوي

ایراني چارواکي: پر هریرود سیند د بندونو جوړول د ایران خلکو ته زیان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/01

ایراني رسنیو د دې هېواد د اوبو مدیریت ادارې د مسوولانو له خولې راپور ورکړی چې د افغانستان له خوا په هریرود سیند د بندونو جوړول به په ایران کې د میلیونونو خلکو څښاک اوبو  او کرنیزو ځمکو ته جدي زیان ورسوي.

دوی وايي، د افغانستان سرپرست حکومت په عرفي حقونو کې یو اړخیز ګام پورته کړی او دغه اقدام به  د دواړو خواوو کرنې او روغتیا ته جدي ګواښونه پېښ کړي.

دغه راز دوی زیاته کړې، په دې اړه یې د ستونزو هوارولو لپاره رسمي غوښتنې کړې او پر هریرود سیند د بندونو جوړولو ناوړه پایلې یې له  افغان حکومت سره شریکې کړې دي.

د ایران د اوبو مدیریت ادارې ویاند عیسی بزرګ زاده ویلي:« دغه اقدام یو اړخیزه دی او د دې یو اړخیز اقدام اغېزې د څو میلیونو خلکو د څښاک اوبو او روغتیا برخې ته زیان رسوي او هم به پر چاپېریال پراخې ناوړه اغېزې ولري. په هریرود سیند د پاشدان بند جوړل به د طبیعي اوبو جریان کم کړي او په کرنیزو سیمو او د مشهد ښار د څښاک اوبو پر زېرمو به جدي اغېز وکړي.»

بزرګ زاده دغه راز زیاته کړې، ایران به له هریرود سیند د حق آبې او په دې سیند د سلما او پاشدان بند جوړولو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

له دې سره، د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي د ګاونډیو هېوادونو ورته اندېښنو ته په ځواب کې وايي، یاد هېوادونه باید د افغانستان د اوبو په تړاوو هر ډول اندېښنې له افغان حکومت سره شریکې کړي؛ ترڅو معقول ځواب تر لاسه کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده وايي: « موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو یوه احترامانه غوښتنه لرو. غوښتنه مو دا ده چې په میډیا کې د خپلو اندېښنو بیانولو پر ځای، له موږ سره مخامخ اړیکه ونیسي، ترڅو موږ د دوی حقه حقونه وروسپارو. موږ دا بندونه د دې لپاره نه جوړوو چې ګاونډیو هېوادونو ته ستونزې جوړې شي، بلکې موږ خپلې اوبه د دې لپاره مدیریت کوو چې د خپلو خلکو حق یې ګڼو، نه د ستونزو جوړولو لپاره.»

په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصورد شاه او عروس بند پرانیستغونډې کې د وینا پرمهال ویلي، د پاشدان، سلما، کمال خان او یو شمېر نورو بندونو په رغونه جدي کار روان دی او له بشپړېدو سره سم به یې ګټه اخیستې ته وسپاري.

منصور زیاته کړې:« که په لنډ ډول ووایو، وګورئ موږ ته د شاه او عروس بند، د کمال خان بند او د پاشدان بند ډېر غټ حیاتي بندونه دي. همدارنګه شاهي کانال، د کونړ له سیند ګمبېرې دښتې ته د اوبو رابېلول، ډېر مهم دي.»

د هرات له مرکز څخه ۲۵ کیلومټره لرې په ختیځه کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان اوبو بند ۴۵ زره متر مکعب اوبه زېرمه کولی شي.

 د دې بند د جوړولو کارونه په ۱۳۹۰ کال پیل شول خو د بېلابېلا ستونزو له امله بشپړ نه شول.

اسلامي امارت د دې بند کارونو د ۸۰ سلنه بشپړیدو خبر ورکوي او وايي، پاتې کارونه به یې ډېر ژر بشپړ شي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist