د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېپ بوریل تېره ورځ فرانسه کې د اروپا پارلمان ته ویلي، بروکسل به د اروپايي ټولنې له حکومتونو سره په کابل کې د یوه ډیپلوماتیک حضور لپاره هڅې وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېپ بوریل، افغانستان کې د بشر حقونو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کې ستونزې نه دي ختمې شوي او له طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لري.
طالبان هم د نړۍ له هېوادونو غواړي، چې په رسمیت یې وپېژني، ښې متقابلې اړیکې وسره جوړې کړي او پر دوی له فشار راوړلو ډډه وکړي.