Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو سلګونو ښځو ته له حرفوي زده ‌کړو وروسته د کار وسايل وېشلي

ملګرو ملتونو سلګونو ښځو ته له حرفوي زده ‌کړو وروسته د کار وسايل وېشلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/31

ملګرو ملتونو په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې له حرفوي زده کړو وروسته سلګونه ښځو ته د وړو کاروبارونو پيلولو وسايل وېشلي.

د دې سازمان د کډوالو چارو سترې کمېشنرۍ مسوولین وايي، د ياد پروګرام موخه د کورنيو بې ځایه شویو لاسنيوی او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

ډېری دا ښځې له خپلو مېنو بې ځایه شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

 اوس د نويو مهارتونو او کاري وسايلو په ترلاسه کولو هيله ‌منې شوې چې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزو په کمولو کې به مرسته وکړای شي.

له حرفوي زده کړو فارغه زرلښته وايي: «موږ ډېر پرمختګ کړی، خیاطي مو زده کړې او غواړو کورته لاړ شو او خیاطي وکړو، هغه تیکې خرڅې کړو او نورې تیکې واخلو او د خیاطۍ کاروبار پيل کړو. په دې سره به زموږ د ژوند ګوزاره وشي.»

له حرفوي زده کړو فارغه زرغونه  بیا وايي: « پنځه میاشتې کېږي چې دلته د خیاطۍ کارونه زده کوم. ما اوس کار زده کړی او خیاطه شوم. له دې ځایه چې لاړم، خیاطي پیلوم او خرڅوم یې او په دې به ګوزاره کوم.» 

د ملګرو ملتونو کډوالو سترې کمېشنرۍ له لوري له بې ځايه شویو کورنيو سره د مرستې لپاره د حرفوي زده کړو دغه کورس د ۷۰۰ تنو ښځو لپاره شپږ مياشتې وړاندې پیل شوی و او ګډونوالو ته يې د جامو ګنډلو، غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو او د شاتو مچیو په پالنه کې نوي مهارتونه ښودل شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ساحوي مسوول ذبیح الله اڅکزی وايي: « د دې پروګرام وخت شپږ میاشتې و. دغو ښځو وکولی شول د شپږو میاشتو په اوږدو کې هغه حرفې زده کړې چې مخکې مې تاسو ته وویل.  ټول هغه وسایل او مواد چې د دغو حرفو د تمرین لپاره ورته اړتیا وه، دوی ته وېشل شوې دي. په دې کې خام مواد، تار، ګراف او نور توکي شامل دي. دا ښځې نن له یاد شپږ میاشتني کورس فارغې شوې.»

دغه پروګرام له بلخ ولايت سربېره بدخشان، کندوز، تخار، بغلان، سمنګان، جوزجان او فارياب ولايتونو کې هم پلی شوى او سلګونه ښځې له روزنيزو پروګرامونو او کاري وسايلو برخمنې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist