Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د استوګنې کورونو بیې په بې ساري ډول راښکته شوي 

admin by admin
2021/09/14

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر دفترونه وايي، وروستيو ورځو کې د تعميراتي ځمکو او استوګنې کورونو بیې په بې ساري ډول راټيټې شوې دي.

د معاملاتو د لارښوونې  یو دفتر مشر فتح محمد وايي: «د تعمیراتي او کرنيزو ځمکو او استوګنې کورونو بیې د پخوا پرتله په بې ساري ډول راټيټ شوې دي. څوک يې د اخيستو توان نه لري، ځکه چې بازار کې چاسره پيسې نه شته دي.»

د معاملاتو د لارښوونې برخې کار کوونکي وايي، د ځمکو او کورونو د پلورونکو په پرتله د پېرېدونکو شمېر کم شوی او زياتوي، ځيني خلک ان په ورځو ورځو انتظار باسي، خو ځمکه او کور يې نه پلورل کېږي.

د معاملاتو د لارښوونې دفتر مشر عبداللطیف وايي: «هره ورځ تر پنځو يا شپږو کسانو پورې یوازې زما رهنما ته مراجعه کوي او وايي، حويلۍ مې راته خرڅه کړه؛ خو متاسفانه پېرېدونکي نه شته دي.»

له دې سره د بلخ اوسېدونکې پر نړيوالې ټولنې او مرستندويه بنسټونو غږ کوي چې افغانستان سره دې خپلې مرستې جاري وساتي.

د مزارشریف اوسېدونکی بريالی وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې خلکو ته دې کاروبار پيدا کړي. پروژې دې پلي شي او هغه د نيمګړو پروژو چارې دې بيا پیل شي.»

د مزارشریف اوسېدونکی محمد نظر وايي: «زموږ له هغو دولتونو هېله دا ده چې د پخوا په څېر افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي او تر څنګ يې مسوولين بايد خلکو ته د کاروبار پيدا کېدو زمينه برابره کړي.»

د پخواني حکومت له سقوط وروسته خلک له رامنځته شوي ډاډمن امنيتي وضعيت څخه خوشاله دي، خو بيکاري، فقر او اقتصادي ننګونې لا هم له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist