Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې سلګونه کسانو لاریون کړی  

admin by admin
2021/09/14

د کندهار  ښار د زړې فرقې سلګونه اوسېدونکو نن سه شنبه د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۳ مه» د طالبانو د هغه پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی،چې له مخې یې دوی ته له دې سیمې د وتلو په امر کړی  دی. 

لاریوانوال چې ګڼ شمېر ښځې هم په کې ګډون لري، د کندهار ولایت مقام مخې ته راټول شوي او له حکومته غوښتنه کوي، چې دوی دې له خپلو کورونو څخه نه اېستل کېږي.

د کندهار ښار پخوانۍ فرقې اوسېدونکی  محمد اسلم وايي:« له تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو نظامي کسان په جوماتونو او لاوډ سپېکرونو کې زموږ د وتلو اعلانونه کوي. دوی وايي، تاسو ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدئ.»

د دوی له ډلې یو شمېر غربت ځپلي دي او وايي، که یې کورونه ترې واخېستل شي،دوی به د سرپنا ځایونه ونه لري.

عبدالعلي،چې د همدې سيمې اوسېدونکی او یوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکي دنده لري، وايي، دلته یې د معلمۍ پر تنخوا سرپناه جوړه کړې او د بل کور د کرايې توان نه لري.

عبدالعلي  زیاتوي:« دغه کور مې د معلمۍ پر تنخوا جوړ کړی، یوه میاشت به کړکۍ ورته را اخیستې وه، په بله تنخوا کې به مې د خونې دروازه اخېسته. ما دغه کور په ډېرو ستونزو جوړ کړی. موږ بله سرپناه نه لرو، که مو بله سرپناه لرلی، نو دلته مو د اوسېدو اړتیا نه وه.»

د همدې لاریون پر مهال د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال  هم د طالب سرتېرو له لوري وهل شوی او لاریون ته له خبري پوښښ ورکولو څخه منع شوی دی. 

کندهار کې خبریالانو طالبانو ته په خطاب کي په ټولنیزو رسنیو کي ویلي، خبریالان مه وهئ، خبریالان د ولس سترګي او د ولس غوږونه دي.

د لاریون پر مهال وهل شوی خبریال بسم الله وطندوست وايي:« لاریون ته د خبري پوښښ لپاره مې سیمه کې له موجوده مسوولینو څخه د کار او مرکې کولو اجازه واخیسته، خو بیا راباندې د لښتو ګزارونه وشول، ووهل شوم او له کار کولو منع شوم .»

د کندهار حکومتي مسوولینو د دغه لاریون په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر اوسه د دغې سيمې لپاره د وروستي پلان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د تېر حکومت مسوولینو ویلي وو، چې د کندهار ښار د زړې فرقې پر دولتي ځمکه به د یو لوی پارک جوړېدو لپاره پر پلانونو کار کوي، خو لا نهایي شوي نه وو.

زړه فرقه چې د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، د ډاکټر نجیب الله تر واکمنۍ پورې په کې د کندهار قول اردو میشت وو، خو له هغه وروسته دغه سيمه عامو خلکو ته پرېښودل شوه او اوس مهال په کې د ملکي وګړو  نژدې ۲۰۰۰ زره کورونه اباد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist