د چین د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې دا خبرې کوي، چې شمالي کوریا د بالیستیکي توغندي د بریالي ازمایښت خبر ورکړ.
چین د تل په څېر یو ځل بیا ویلي، چې د دغې موضوع پر سر باید مذاکرات وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، سیاسي حل لار تر هرې بلې لارې غوره ده او د کړکیچونو د له منځه وړلو لپاره باید همدا طریقه وټاکل شي.
د شمالی کوریا چارواکو وروسته له اوږده ځنډه یو ځل بیا د توغندیو ازمایښت پیل کړی دی.
د کیم جونګ اون پر دغې پریکړې د ملګروملتونو امنیت شورا په ګډون ګڼو هیوادونو غبرګون ښودلی دی.