Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: کاریګر له اسلامي امارته غواړي،چې د کار زمېنه ورته برابره کړي

admin by admin
2021/09/14

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز  څلور لارې،هره ورځ سلګونه کاریګر د  کار موندلو په تمه تېروي، خو وايي،تر اونیو هم ورته کار نه پیدا کېږي او کورونو کې د خوړلو لپاره څه نه لري.

دوی وایي، کورونو کې د خوړلو لپاره څه نه لري او له خلکو یې غوښتننه دا ده، چې عشر او ذکات دې ورکړي،څو ژوندي پاتې شي .

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« کار روزګار نه شته دی. کورونو کې د خوړلو لپاره څه نه لرو، له خلکو مو غوښتنه دا ده ، چې عشر او زکات دې په دغه مستحقو کسانو وویشي،چې هره ورځ دلته د کار موندلو لپاره راځي.»

کاریګر له اسلامي امارت غواړي،چې کاري فرصتونه دې ورته برابر کړي او یا دې هم ورسره د خوراکي او نورو توکو مرستې وکړي .

د پکتیا یو تن اوسېونکی وايي:«له اسلامي امارته  غواړو،چې موږ ته دې کار پیدا کړي،یا دې نړیواله ټولنه له موږ سره مرستې وکړي. زموږ غږ تر نړیوالې ټولنې او مرستندویه هیوادونو ورسوئ.»

د ګردیز مرکزي څلور لارې کې پر پکتیا سربیره د یو شمیر نورو ولایتونو کاریګر هم د کار موندلو په موخه ورځ تیروي خو وایي، د کار نه موجودیت له کبله خونو کې د خوړولو لپاره څه نه لري.

د وردګ ولایت یو تن  اوسېدونکی  وايي:« اقتصادي ستونزې مو بیخي ډېرې دي. کورونو کې اوړه او نور څه نه لرو. زموږ ستونزې ډېرې دي. او کارونه نه شته.»

د پکتیا ولایت یو تن  اوسېدونکی وايي:« کارونه بیخي نه شته دي. کوچني ماشومانو مو ته په انتظار دي. ډیره غریبي مو ده، دری میاشتې وشوې،چې کار مې نه دی کړی.»

ابراهیم د لوګر مرکز کې د یوه ښوونځي زده کوونکی دی او ګردیز ته د کار لپاره راغلی خو وایي، یوه اوونۍ کې یې هېڅ کار نه دی موندلی.

د لوګر اوسېدونکی  ابراهیم وايي:« بودیجه نه لرم،پیسې نه لرم،چې زه شخصي زده کړې وکړم. دا څور ورځې کېږي،چې دلته راغلی یم ګردیز ته،خو کار نه شته دی،که پیدا شي ، هم له ۲۰۰ یا ۳۰۰ زیاتې نه ورکوي.»

د کار نه موجودیت تر څنګ د توکو بیو لوړوالی هغه ستونزه ده،چې پکتیا کې ډېری بې وزلې کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د دوو او ان  د یوه وخت ډوډۍ هم نه شي برابرولی او دا ډول کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist