راپورونو وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي، چې هغه خبرونه دروغ دي، چې طالبانو په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې ده.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو اطلاعاتو د سازمان پخوانیو چارواکو راپور ورکړی و، چې ایمن الظواهري په افغانستان کې دی او طالبانو پناه ورکړې ده، هغه څه چې طالبان یې ردوي او وایي دا خبره هېڅ حقیقت نه لري.