Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: هېڅوک حق نه لري،د افغانستان شتمني کنګل اعلان کړي

admin by admin
2021/09/13

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې نن  دوشنبه د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۲ مه » کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه،چې لاس په کار دې شي او ژر تر ژره دې د افغان ولس کنګل شوې شتمني بېرته خلاصه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي:« دا د افغانستان د خلکو پیسې دي. دا نه په شخص پورې اړه لري او نه په حکومت پورې اړه لري.

دا ټوله د افغانستان د عوامو د ۳۵ میلیونه وکړو شتمني ده.هېله لرو،چې دغه ته د پای ټکی کېږدي او زموږ سرمایه ازاده کړي.»

د سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وايي:« نړۍ په دې شلو کالو کې یا په دې دوه کالو کې تر ۲۰۲۴ پورې موږ ته پیسې راکړي دي. موږ پروژې لرو، یوه سړي سړک رغول نیولي دي چې څلوېښت سلنه یې چارې بشپړې شوي، خو شپېته سلنه پاتې دي، نو په دولت یې پیسې پاتې دي، په پروژه یې پیسې پاتې دي، پر اسیایي بانک او ای ایم ایف یې پیسې پاتې دي او دا پیسې هم ټولې منجمد شوې.»

سوداګرۍ خونې له اسلامي امارت هم غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره دې بانګونه پرانیزي، ځکه په وینا یې صنعت او سوداګري یې نږدې ۹۰ سلنه پر ټپه ولاړه ده.

دوی وایي، اسلامي امارت دې له نړۍ سره تفاهم ته ورسېږي او خپل قانوني حق دې ترې واخلي.

سوداګر بیا وایي، نړۍ، سیمه او ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

د صنعت او معادن خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي:« ولې دې زما پیسې کنګل کړې،په کوم جرم؟ د افغان پر جرم، د صنعت  پر جرم،چې زه په دې هېواد کې صنعت کوم او خپل هېواد پر پښو دروم.

موږ پر نړیوالې ټولنې باندې غږ کوو،چې زموږ په زخمونو دې نورې مالګې نه پاشي.»

د بانکونو  ټولنې عامل رئیس نجیب الله امیري وايي« په اوسنیو حالاتو کې چې بانکي خدمات محدود شوي دي،د شتمنیو کنګل پاتې کېدل، به پر بانکونو فشار لا زیات کړي او د دې پیسو خوشې کېدل به د دې لامل شي،چې بانکي خدمات وغوړېږي او د بانکونو ستونزې به تر ډېره حل شي.»

سوداګر وایي، حل لاره دا نه ده،چې امریکا او ملاتړي یې پر افغانانو اقتصادي تروریزم تحمیل کړي، لاسونه یې وتړي، پیسې یې کنګل کړي، بلکې باید اصولي او قانوني چلن وکړي او ښې متقابلې اړیکې ولري.

دوی دا خبرې داسې مهال کوي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم امریکا او نړیوال بانک د افغانستان ملیونونه شتمني کنګل اعلان کړه،چې ورسره په افغانستان کې ستونزې هم زیاتې شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist