Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امیر خان متقي: په نږدې راتلونکې کې به له  نړیوالو سره اړیکې ښې او پراخې شي

admin by admin
2021/09/13

د قطر لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ارګ کې د طالبانو  کابینې مشر او وزیرانو سره لېدلي دي.

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر  امیر خان متقي کابل ته  د قطر دولتي پلاوی سفر مهم بللی او ویلي یې دي، چې دواړو خواوو پر دوه اړخېزو اړیکو او وروستیو تحولاتو باندې خبرې کړي دي.

متقي زیاتوي:« په افغانستان کې وروستیو تحولاتو او نړیوالو غبرګونو په چلن خبرې وشوې. دواړو لورو هېله وښووله،چې په نږدې راتلونکې کې به نړیوالو سره اړیکې نورې هم وغوړیږي او خصوصا قطر هېواد به افغانستان سره ښې دوستانه اړیکې ساتي، خلاصه ښه سفر او ښه مجلس و.»

د قطر پلاوي پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې هم په سیاسې بهیر خبرې شوي دي.

د اسلامي امارات د واکمنۍ پرمهال دا د قطر لوړ رتبه پلاوی دی،چې په لومړي ځل له کابل څخه لیدنه کوي.

اخوا د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وایي، قطر کولای شي،د سیاسي کشالو په حل کې مهم رول ولوبوي، هغه که د طالبانو په منځ او یاهم د نورو نړیوالو قوتونو ترمنځ وي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شېر حسن حسن  وايي:« درې هېوادونه چې قطر،عربي امارات او پاکستان دي،له طالبانو سره ښیې اړیکې لري. قطر د هوایي ډګر د چارو سمبالولو لپآره هم ژمنه کړې، تخنیکي ټیمونه یې راغلي دي او نورې هغه سیاسي کشالې چې ښايي د طالبانو په خپل منځ کې سره موجودې وي او یا داچې د نورو نړیوالو قوتونو سره  د اړیکو د تامین لپاره قطر ښه رول لوبولی شي.»

نړۍ او سیمه په دې فکر کوي،چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او کنه؟

خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، اوس کوښښونه روان دي،چې د نورو هېوادونو مشران هم له کابله لیدنه وکړي.

د قطري او طالبانو پلاوو ترمنځ د سیمې په ثبات هم خبرې شوي دي.

د پوهنتون استاد محمد ځلاند وايي:« د سیمې د ثبات لپاره امنیتي ستونزو په مخنیوي باندې بحثونه شوي دي، په دې برخه کې کوښښ روان دی،چې د نورو هېوادونو مشران هم راشي او اسلامي امارت سره به لیدنې ولري.»

قطر د طالبانو کوربه هېواد،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق په کې لاسلیک شو،خو بین الافغاني مذاکرات ناکام وو. اوس شنونکي ټینګار کوي،چې نړۍ باید له افغانانو سره مرستې وکړي،ترڅو اقتصادي بحران افغانستان کې پای ته ورسیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist